نظــر

د طالبانو د سیاسي دفتر لاسته راوړنه

کله چې طالبانو د قطر په پلازمینه دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیست؛ نو په اړه يې ډول ډول ګنګوسې اوریدل کیدلې. چا به ویل، چې طالبان تسلیم شول او چا به ویل چې طالبان په څو ډلو وېشل شوي دي، چې یوه ډله یې قطر ته ورسیده او د نظامي مبارزې څخه لاس په سر شول؛ ځکه چې ونه توانیدل په پوځي ډګر کې د خپل حریف مقابله وکړي، مګر طالبانو ډیر ژر په دې اړه خپل دریځ څرګند کړ، چې مونږ نه تسلیم شوي

یو او نه په څو ډلو باندې وېشل شوي یو، بلکې مونږ په خپل مخکني دریځ باندې کلک ولاړ یو او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوو. سیاسی دفتر مو په دې موخه پرانیستلی دی چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو او د خپلو بندیانو د خلاصون په اړه ګړندي ګامونه اوچت کړو او پاتې شوه د سولې خبرې اترې مونږ به اول خپلې ستونزې له امریکایانو سره حل او فصل کړو او بیا به له خپلو هیوادوالو سره د افهام او تفهیم له لورې یوې پایلې ته ځان ورسوو؛ ځکه چې د خارجیانو په موجودیت کې له افغاني اړخ سره خبرې هیڅ ګټه نه لري.

همغه وو چې طالبان په سیاسي ډګر کې هم ډیر وځلیدل او ډیرې لاسته راوړنې لري، چې د هغه له جملې څخه په جاپان، پاریس او ایران کې د دوی د استازو ګډون یې ښکاره بیلګې دي. طالبانو د سیاسی دفتر له لارې وکولای شوای چې خپل دریځ نړیوالو ته روښانه کړي او هغه شکونه او بدګمانۍ د خلکو له ذهنه لیرې کړي، چې د طالبانو په اړه یې د خبري رسنیو له لورې اوریدلې وې. د طالبانو د سیاسی دفتر له برکته د ډیرو خارجي هیوادونو اعتبار په طالبانو باندې نور هم پوخ شو نو ځکه خو د جاپان او فرانسې په شان علمي غوڼدو کې د ګډون بلنې هم ورکړې او طالبانو هم په ورین تندي سره د دوی بلنې قبولې کړې او خپل استازي یې ورته واستول.

یوه بله مهمه پيښه چې څه وخت مخکې په میډیا کې په نړیواله کچه ډیره مطرحه شوه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د بندیانو تبادله وه، چې د طالبانو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي چې تقریبا څه د پاسه دولس کاله راپدیخوا د ګوانټنامو په زندان کې بندیان وو او یو امریکايي عسکر چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې طالبانو ونیو او پنځه کاله ورسره بندي و سره تبادله کړي، مګر دغه تبادله د طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې د هیواد سیاسي اوضاع ته پکې هم اشاره شوې وه د څه وخت لپاره وځنډیده، همغه و، چې تیره ورځ ماښام شاوخوا ۷ بجې په غربي میډیا کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې خبره یو ځل بیا ډیره په درز سره را پورته شوه او د هغه امریکايي بندي تصویر هم د میډیا په مخ څرګند شو، چې د پنځو کلونو راپدیخوا د طالبانو په ولکه کې پروت و، د خبري رسنیو له قوله چې طالبانو هغه لوړ پوړي پنځه چارواکي چې د طالبانو د حکومت په دور کې یې په لوړو پوسټونو باندې دندې ترسره کولې د امریکايي عسکر په بدل کې د ګوانتنامو له زندان څخه آزاد شول.

د ګوانتنامو څخه ازاد شوي طالبان چې ملا محمد فاضل آخند، ملا نورالله نوري، ملا خیر الله خیرخوا، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبی عمري دي رښتیا هم چې په تیره لسیزه کې ډیره لویه او نه هیریدونکې قرباني ورکړه او که څوک د دوی په قربانۍ باندې سترګې پټوي نو دا به ډیره بی انصافی وي؛ ځکه چې دوی په خپل موقف له اول څخه تر آخره پورې د فولادو په شان کلک پاتې شول او هیڅکله له خپلې مبارزې څخه لاس په سر نه شول نو همدا وجه وه چې دولس کاله یې د زندان په تورو تیارو کې تیر کړل، دا د الله جل جلاله له لورې په دوی باندې یو ډیر لوی امتحان و چې د الله په فضل سره پکې بریالي شول.

الله جل جلاله په انسانانو باندې بې حسابه نعمتونه پيرزو کړي دي مګر انسانان چې ډیر بی پروا دي او خپل ژوند په غلفت کې تیروي د دغو نعمتونو په ارزښت نه پوهیږي او نه یې شکریه اداء کوي، مګر هغه وخت ورباندې پوهیږي چې کله له یو نعمت څخه محروم پاتې شي، نو که چیرې له ړوند څخه د سترګو په اړه پوښتنه وکړو او یا له ګوډ څخه د پښو یا لاسو په اړه پوښتنه وکړو چې لاس یا پښه څه ارزښت لري او کنه؟! یقینا چې د الله جل جلاله د هر نعمت په ډیر ارمانجن وي، نو مونږ به هلته د یو نعمت په ارزښت پوه شو چې هغه نعمت له لاسه ورکړو، آزادي خو بیا داسې یو نعمت دی چې الله تعالی پر هر انسان باندې پیرزو کړې ده او هر څوک یې آزاد پیداکړي دي او د انسان طبیعت یی هم داسې پیداکړی دی چې د بل چا تر لاس لاندې ژوند نه غواړي او که چیرې هم څوک د بل چا تر تسلط لاندې وی نو په هر قیمت چې وی خپله ازادي ترلاسه کوي، نو بناء په دغه پنځو طالب چارواکو باندې الله تعالی یو ځل بیا د ازادۍ نعمت پیروز کړ او له دولس کاله کړاونو او تکلیفونو څخه وروسته یې نجات ورکړ یقینا چې دا ډیر د خوشحالئ ځای دی او هر څوک باید ورباندې خوشحاله شي او په پای کې د سیاسی دفتر له ټولو کارکوونکو څخه باید ډیره مننه وکړو خاصتا د قطر له حکومتی چارواکو څخه چې د دوه مخالفو حریفونو ترمنځ یې د تبادلې او یو لړ ستونزو د حل لپاره منډې ترړې وکړې او د بندیانو په آزادیدلو کې یې مهم رول ولوباوه او د الله په فضل او کرم سره آزاد شول او له خپلو کورنیو سره یو ځل بیا یو ځای شول کومې چې دولس کاله د خپلو قریبانو په انتظار وې.

سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x