fbpx

اروپايي ټولنې او د سولې عالي شورا د «کابل پروسې» د نننۍ ناستې ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): اروپايي ټولنې د «کابل پروسې» د نننۍ ناستې نه ملاتړ اعلان کړی او نننۍ ناسته یې د جګړې د ختمېدو او د سیاسي باور د رامنځته کولو لپاره اړینه بللې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي، یاده ټولنه د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د ولسمشر غني له طرحې او وړاندیز نه ملاتړ کوي او اروپايي ټولنه باور لري، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه د سیاسي حل نه بله لاره نه لري او د سولې دروازه باید پرانیستل پرېښودل شي.

کوبیا نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، طالبان باید له شته فرصتونو ګټه واخلي او د مخامخ خبرو لپاره دې له شته موکو ګټه پورته کړي.

ده وویل، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ کوي او له دې وړاندې یې له طالبانو سره په خبرو کولو ټینګار کړی وو.

له بل لوري د سولې شورا ویاند احسان الله طاهري هم د کابل پروسې له نننۍ ناستې نه ملاتړ کړی او طالبانو ته یې د یوه مشخص ادرس د ټاکلو وړاندیز کړی دی.

طاهري نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره په خبرو کې هېڅ خنډ نه دی پاتې او دغه لړۍ دې نه درېږي.

نن په کابل کې د کابل پروسې دویمه ناسته د ۲۵ هېوادونو د استازو ترمنځ ترسره شوه، چې ولسمشر غني له طالبانو سره په سوله او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي په جګړه ټینګار وکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د