fbpx

کوټه : پر پاکستاني ځواکونو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د کوټي ښار لوېديځ ته په لري پرته سيمه (نوحصار) کې د پاکستاني ځواکونو پر کيمپ سرتيری برید شوی.

د پاکستان د جیوز نیوز د خبر له مخي په بريد کې چې د ایف سي او لیویز ځواکونو پر استوګنځي شوی ۴ د ايف سي پوځ سرتيري وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

د برید مسؤليت د تحريک طالبان پاکستان ډلي ویاند محمد خراساني منلی ، دوی وايي په بريد کې يې لسګونو پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

ځايي دولتي سرچينو رسنيو ته ويلي چې اوس مهال سيمه د دوی تر واک لاندي ده او د ځواکونو له لوري يې چاڼيز عمليات روان دي.

په نوحصار سیمه کې سرتيری برید داسي مهال را منځته کيږي چې نن سهار هم د کوټي پر سمنګلۍ سړک د پولیسو د مشر (ډي اس پي) حمدالله پر موټر وسله والو برید وکړ خو نوموړی ترې روغ ووت.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ډېر ښه شوي طالبان بايد اصلأ د ترهګرۍ د ځالې او د فرقه يي دينونو منځى پاکستان او پوځ يې په نښه کړي ځکه هم اسلام ته وفاداره ندي او هم بشر ته نو بايد د اسرايلي پوځ نژدې انډيوالان په نښه شي، دوى نه کشمیر، نه فلسطين او نه افغانستان په ارامه پرې ايښى.