افغانستان

طالبان: دسيسو ته د سولې چانسونه نه شو ویلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ په کابل کې د ګډ حکومت په ابتکار د «کابل پروسه» غونډې له جوړېدو يوه ورځ وړاندې د امریکا پخواني ډيپلوماټ برنټ روبين د طالبانو په نوم پرانيستي ليک کې له هغوی غوښتي وو، چې د سولې په اړه يې ګڼ چانسونه له لاسه ورکړي، نور بايد د سولې له شته چانسونو ګټه پورته کړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کيني.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ښاغلي روبين د ليک په ځواب کې ويلي، چې افغانستان د امریکا او متحدينو له لوري اشغال شوی، دلته خلک وژني، بمبارۍ کوي او خلک بنديانوي او په دغسې يو حالت کې بايد ځمکني حقايق له پامه ونه غورځول شي.

د طالبانو وياند برنټ روبين ته ځواب کې ويلي: «خو څو اساسي ټکي درڅخه هیر شوي دي * که چیرې ستاسو هیواد (متحده ایالات) موږ اشغال کړی وای، د ځمکې او هوا اختیارات مو درڅخه اخیستی وای او په ورځ کې مو ګڼ شمیر امریکایان په خپلو کورونو کې په خوب ویده وژلی ممکن چې بیا به ستا دريځ او نظر دغسې نه وای لکه نن، نو هیله ده چې واقع بین ووسئ.»

طالبانو د کابل پروسې د وروستۍ ناستې او په دې اړه د ګډ حکومت د چارواکو هڅې د طالبانو پر ضد دسیسې بللي دي.

ذبيح الله مجاهد د برنټ روبين په ځواب کې ويلي، چې دوی د سولې په اړه چانسونه له لاسه نه دي ورکړي؛ بلکې دوی دسيسې نه شي منلی او نه هم دسيسو ته د سولې مواقع ویلی شي.

«تاسې په داسې حال کې له موږ د وسلې غورځولو غوښتنه کړې،چې اسلامي امارت مغرورې امریکا او د هغوی متحدينو ته ماتې ورکړې ده.»

طالبانو دا هم ويلي، چې امریکا د خپل اشغال پر مهال پر افغانستان فاسد حکومت مسلط کړی او د دې منل به دا معنا ولري، چې امریکا پر افغانستان کوم رژيم مسلط کړی دا پر حق دی او دا هغه فارموله ده، چې امریکا يې د دې جګړې د ګټلو لپاره کاروي.

طالبانو او برنټ روبين په داسې حال کې يو بل ته ليکونه لېږلي، چې تېره ورځ په کابل کې د سولې په اړه نړيواله ناسته وه. په دغه ناسته کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د پخوا په پرتله نرمې خبرې وکړې، له طالبانو يې وغوښتل د جګړې پر ځای د سولې لاره ونيسي.

د سياسي چارو څېړونکو ويلي، چې ولسمشر په دې ناستې کې ضد او نقیض څرګندونې وکړې، يو لور ته يې طالبانو ته د بې قيد او شرط سولې وړانديز وکړ، خو په ورته وخت کې يې له هغوی وغوښتل، چې وسله پر ځمکه کېږدي، اساسي قانون دې ومني او له بهرنيو ډلو سره دې خپلې اړيکې هم پرې کړي.

د کابل پروسې غونډه په داسې حال کې شوې، چې امریکايي پوځيانو په افغانستان کې خپلو جګړو او بمباريو ته زور ورکړی، وړمه ورځ هم اته سوه امریکايي پوځيان افغانستان ته راغلل، خو د ګډ حکومت چارواکي د سولې په تړاو ناستې کوي او له طالبانو هم غوښتنه کوي، چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x