fbpx

ښاغلی غني څومره د خپلو وړاندیزونو د تنفیذ واک لري؟

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل):

تیره ورځ د کابل په دوهمه غونډه کې د ګډ حکومت مشر ښاغلی اشرف غني طالبانو ته د سولې تګلارې تر عنوان لاندې څو وړاندیزونه وکړل.

د دغو وړندیزونو په جمله کې په رسمي ډول د یوه ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، د هغوی د بندیانو خلاصول ، په کابل ، یا له هیواده بهر او یاهم د ملګروملتونو په دفترونو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کول، د اساسي قانون تعدیلول او … وو .

که د یادو وړاندیزونو ماهیت ته وکتل شي نو هغه د لانجې د هواري په ځای تر ډیره په تنظیمي او شخصي امتیازاتو ولاړ دي چې دا په هیڅ صورت د هیواد د څلویښت کلنې ستونزې له هواري سره مرسته نشي کولای.

دا به یوې خواته پریږدو چې ښاغلی غني د دغو وړاندیزونو د عملي کولو څومره توان لري ، را بشو د غمیزې اصلي ماهیت ته چې د طالبانو رسميت او عدم رسمیت تر کومه حده د هغې په هواري کې موثریت لري؟

دا چې خپله اشرف غني او د هغه ګډ حکومت د افغانستان د اساسي قانون له مخې نه ملي مشروعیت لري او نه هم قانوني نو طالبانو ته به د کوم حیثیت له مخې رسمیت ورکړل شي؟

په فرض محال به دا هم ومنو چې د غني حکومت مشروع حکومت دی ، خو هغه خو د واک پر دوو لورویو ویشل شوی ، که د غني لوری د طالبانو د په رسمیت پیژندلو وړاندیزونه کوي ، اما د ده سیال لوری بیا ورسره مخالف او د طالبانو په رسمیت پیژندل د افغانستان د قومونو په اجماع پوري مشروط بولي نه یواځې د غني په شخصي اقدام پوري.

طالبانو ته د اشرف غني له وړاندیزونو وروسته ولیدل شول چې د ده حکومتي سهیمانو د هغو خلاف خپل منفي غبرګون څرګند کړ او دی یې د یادو وړاندیزونو له امله د خپلې واکمنۍ په ټینګولو تورن کړ.

له بله پلوه ولس ویني چې ښاغلی غني د خپل حکومت په تیره نیږدې څلور کلنه دوره کې د خپلو حکومتي شریکانو د مخالفت له وجې یواځې د الیکترونیکي تذکرو د ویشلو وس نه لري ، نو د طالبانو د په رسمیت پیژندلو غوندي محوري مسائلو په اړه څه تضمین موجود دی چې غنی دې د دغه سترکار د عملي کولو وړتیا ولري؟

که ریښتیا هم د غني له حکومت او یا د حکومت له بهرنیو حامیانو سره د افغانستان د لانجي د هواري نظر وي نو په دا ډول غونډو کې دي هغه وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړي چې له یوې خوا په عملي ډول د جګړې د عواملو په له منځه وړلو کې موثریت ولري او له بلې خوا يي عملي کیدل د ده له توان او طاقت سره برابر وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د