نړۍ

د امريکا د دفاع وزير په ناڅاپي سفر بګرام ته راغی

د امريکا د دفاع وزير چک هيګل په ناڅاپي سفر د بګرام پوځي اډې ته راغی.

امريکايي رسنۍ وايي، چې چک هيګل په يو ناڅاپي سفر د خپلو پوځيانو سره دليدو لپاره د بګرام پوځي اډې ته رارسېدلی دی.

راپورونه وايي، چې چک هيګل سره په دې سفر کې ګن شمېر خبريالان او پوځي کارپوهان هم راغلي دي.

خبر زياتوي، چې چک هيګل به افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي عسکرو د شمېر او مسؤوليت په اړه هم خپلو جنرالانو سره سلا مشورې کوي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د هيګل به ولسمشر کرزي سره وګوري او کنه.

تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر باراک اوباما د بګرام پوځي اډې ته په يو ناڅاپي سفر راغی او افغان چارواکو سره له ليدو پرته امريکا ته ستون شو.

د امريکا د دفاز وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې تېره ورځ طالبانو د يو عادي امريکايي عسکر په مقابل خپل پنځه جګپوړي طالب مشران د ګوانتانامو له زندانه راخلاص کړل.
امريکايي رسنيو پر باراک اوباما نيوکه کړې، چې د طالبانو ديپلوماسي پرې غښتلې ده، چې د يو عادي سرجنټ مقابل يې پرې خپل پنځه جګپوړي مشران ازاد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x