افغانستان

له پاکستانه د کډوالو راستنېدو لړۍ نن پیل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): افغان چارواکي وايي، نن پنجشنبه له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پلېږي او هغه ثبت شوي کډوال به هېواد ته راوګرځي، چې یونسیار او د پاکستان حکومت ثبت کړي وو.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو له خرابېدو وروسته پاکستان په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې وه؛ خو د دواړو لوریو د هوکړې وروسته پاکستان دوه میاشتې نور وخت هم ورکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ نن رسماً پیلېږي او هر ستنېدونکي کډوال ته د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، د افغانستان او پاکستان حکومتونه ځینې مرستې هم ورکوي.

اوس مهال په پاکستان کې ۱۴سوه زره ثبت شوي او ۶ سوه زره ناثبت شوي کډوال اوسېږي، چې زرګونه کډوال په تېرو څو میاشتو کې راستانه شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ داسې مهال پیل کېږي، چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو شمېر هم ۷ زرو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې بې‌کاري، ناامني، د کاري موکو نشتوالی او د سرپناه نشتوالی هغه ستونزې دي، چې افغان کډوال افغانستان ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x