
هند د شاه توت برېښنا کوټ د جوړولو ژمنه کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجي ګوکلي له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د شاه توت برېښنا کوټ په جوړولو پیل وکړي.
شاه توت بند د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د للندر په سیمه کې دی، چې په جوړولو یې ۲۳۵ میلیونه ډالر لګښت راځي.
د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د شاه توت بند د ۱۵۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او تر پنځه میګا واټه پورې برېښنا تولیدولی شي.
د شاه توت په جوړېدو سره د کابل ښاریانو د اوبو ستونزه هم تر یوه بریده پورې حلېږي.
هندوستان تېر کال د سلما بند د جوړولو چارې هم بشپړې کړې.
دوه کاله وړاندې هند ژمنه کړې وه، چې د کابل پر سیند ۱۲ بندونه جوړوي، چې ۱،۱۷۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري؛ خو د دوو کلونو په تېرېدو لاهم د دغو بندونو د جوړولو چارې نه دي پیل شوي.
هندوستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغان حکومت سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې او هر کال ۵۰۰ افغان محصلانو ته د زده کړې وړیا بورسونه هم ورکوي.