fbpx

کشمير: د هندي ځواکونو په بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): هندي ځواکونو د کشمير په لانجمنه سرحدي سيمه کې د پاکستاني ځواکونو په پوستو بريد کړی او پوځيانو ته يې ځاني تلفات اړولي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هندي ځواکونو له لوري د کشمير په بهمبر سيمه کې په پاکستاني پوستو بريدونه وشول چې په ترڅ کې يې دوه پاکستاني پوځيان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د هندي ځواکونو له بريد وروسته پاکستاني پوځيانو ځوابي بريد کړی او په سيمه کې د هندي پوځ پوستو ته يې زيان اړولی دی.

د جنورۍ مياشتې په شپاړلسمه نېټه هم د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې هغه پنځه هندي پوځيان يې په ډزو وژلي چې د دوی تر ولکې لاندې کشمير ته راوښتي و.

بايد وويل شي، چې د تېرې مياشتې په لومړيو کې هم د بهمبر سيمه کې د دواړو غاړو تر منځ نښتې شوې وې چې پکې د يوه هندي قومندان په ګډون درې پوځيان وژل شوي و.

د راپورونو له مخې، د کشمير په يوري سیمه کې د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ د تازه نښتو له کبله سلګونه کسانو خپل کورونه پرېښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

پاکستان او نوي ډيلي په ۲۰۰۳م کال کې په سيمه کې په اوربند هوکړه وکړه، خو له هغې وروسته په کشمير کې د دواړو غاړو تر منځ په وار وار نښتې شوي چې پکې د ښکېلو غاړو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، د هند له لوري تېر کال د اوربند پر وړاندې ۱۹۰۰ بريدونه شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د