
ازاد شوي طالب مشران قطر ته ورسېدل
نن ټکی اسیا: نن د روان کال د جون په لومړۍ نېټه د غبرګولي پر یوولسمه په ځايي وخت د ماسپښين پر یوه نیمه بجه، پنځه لوړ پوړي پخواني طالب مشران، چې پرون له ګوانتانامو زندانه ازاد شول، د قطر پلازمېنې دوحه ښار ته ورسېدل. دغه طالبان د قطر دولت په منځګړیتوب، په قطر کې د طالبانو د سیاسي د دفتر د غړي، مولوي نېک محمد او امریکايي چارواکو ترمنځ له اوږدو خبرو اترو وروسته ازاد شول.
دغه ازاد شوي طالبان دوحې ښار ته داسې مهال ورسېدل، چې په دوحه کې د «افغانستان د اسلامي امارت» د سیاسي دفتر مشر، سید محمد طیب اغا او ټول غړي يې هرکلي ته ورغلي وو.
له هرکلي وروسته، نوي ازاد شوي طالبان، د قطر هېواد دولتي مېلمستون ته ولاړل. د یادولو وړ ده، چې د دوی هرکلي ته د قطر هېواد د تشریفاتو برخې چارواکي هم راغلي وو.
د جزئیاتو لپاره له نن ټکي اسیا سره اوسئ.
مولوي محمد نبي عمري له خپلو ملګرو سره د ستړي مه شي پر مهال
ملا خیر الله خیرخواه
الحاج ملا نورالله نوري او ملا عبدالحق وثیق