افغانستان

فاریاب: د جنبش ګوند د قومندان پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د ملي جنبش ګوند په یوه قومندان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د قُرغان ولسوال محمد ابراهیم تیمنس وايي، نن سهار اته بجې د اندخوی ـ قُرغان پر لویه لاره د ملي جنبش په یوه لوړي پوړي قومندان محمد قل د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه، چې قومندان ترې روغ ووت خو دوه ساتونکي یې وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق محمد نوري وايي، په تېرو دوو کلونو کې په محمد قل څلور ځلې د ماین چاودنې شوې؛ خو دی ترې روغ وتلی دی.

د فاریاب د نننۍ چاودنې مسوولیت تراوسه طالبانو نه دی منلی؛ خو دوه اوونۍ وړاندې یې د دوستم قومندان وژلی و.

محمد قل د دوستم له نږدې قومندانانو څخه دی، چې اوس مهال په فاریاب کې د طالبانو پر ضد جګړه پرمخ بیايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x