افغانستان

تخار کې د کمانډو ۲۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د تخار په دُرقد ولسوالۍ کې د طالبانو او د کمانډو عسکرو ترمنځ نښته کې ۱۳ کمانډويي عسکر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

تېره شپه په دُرقد ولسوالۍ کې کمانډويي عسکرو او طالبانو ترمنځ مخامخ نښته پیل شوې وه، چې نن سهار دغه نښته پای ته رسېدلې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«کمانډويي عسکر له سخت مقاومت وروسته په شا شول»  او ۳ تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر پاتې شول.

طالبانو خپل لوري ته د دوو تنو د وژل کېدو تایید هم کړی دی.

په دې وروستیو کې په تخار کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي، چې ځینې سیمې له حکومت نه نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x