ورزش

افغان توپوهونکي د هالنډ په وړاندې له ستونزو سره مخ شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډله د هالنډ لوبډلې په وړاندې په توپوهنه کې له ستونزو سره مخ شوه او په لږو منډو یې ډېرې ویکټې له لاسه ورکړې دي.

د ۲۰۱۹م نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره په تمریناتې لوبو کې افغانستان د هالنډ په وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه ترسره کوي چې له پېله یې یوځل بیا توپوهونکي له ماتې سره مخ شوي.

د محمد شهزاد، احسان الله جنت او رحمت شاه په څېر غوره لوبغاړي په لږو منډو وسوځېدل، چې اوسمهال د محمد نبي او شرف الدین اشرف په ملګرتیا یې منډې تر ۶۰ واړولې.

په سر کې افغانستان د محمد شهزاد او احسان الله په سوکه توپوهنه پېل وکړ چې ښه ښکارېده، خو د احسان الله د ویکټې غورځېدو نه وروسته افغان لوبډلې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې.

په داسې حال کې چې افغانستان د احسان جنت ویکټ له لاسه ورکړه، ټولې ۳۱ منډې وې، خو چې کله منډې ۳۸ ته ورسېدې، افغانستان پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي و، چې د ۶ منډو په بدل کې یې ۵ لوبغاړي وسوځېدل.

محمد شهزاد په ۵۲ توپونو بې له کومې شپږیزې یا څلوریزې وهلو ۱۲، احسان جنت د ۲ څلوریزو په وهلو ۱۴، رحمت شاه ۱، ناصر جمال صفر، نجیب ځدراڼ ۳، اوسمهال محمد نبي ۱۴ او شرف الدین اشرف ۲۸ منډې جوړې کړي او ناسوځېدلي ولاړ دي.

د محمد نبي او شرف الدین ترمنځ د ۴۲ منډو ملګرتیا ترسره شوې ده، چې په کې شرف الدین ۲ شپږیزې او ۱ څلوریزه وهلې ده، دا مهال د افغانستان ۸۰ منډې دي او ۵ ویکټې يې له لاسه ورکړې دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې افغانستان په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې ویسټ انډيز لوبډلې ته په غوره توپ اچونه د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x