افغانستان

ملا محمد عمر د طالب مشرانو راخوشې کول لویه سوبه وګڼله

د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مجاهد له ګوانتانامو زندانه د خپلو پنځو تنو لوړپوړو غړو راخوشې کېدل په یوه تازه خپاره شوي پیغام کې لویه سوبه وبلله.
ملا محمد عمر، په دې پیغام کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر هلې ځلې ستایلي او مدبرانه یې بللي دي.

د طالبانو مشر، په خپل پیغام کې د قطر له امیر، شیخ تمیم بن احمد بن خلیفه آل ثاني څخه هم مننه کړې ده، چې د دغو مذاکراتو منځګړیتوب او د راخلاصو شوو طالبانو کوربه توب کوي.

د پیغام بشپړ متن:

له ګوانتانامو زندان څخه د را خلاصو شوو جهادي مشرانو د خلاصون په اړه د عالیقدر امیر المومین حفظه الله د مبارکۍ پيغام
له ګوانتانامو زندان څخه د اسلامي امارت د پنځو تنو مهمو مجاهدو مشرانو د خلاصون په تړاو، ټول افغان مسلمان ملت، سرسپارلو مجاهدینو او د بندیانو خپلوانو او کورنیو ته د دغې سترې فتحې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وايم.
الحمدلله ثم الحمدلله چې د مجاهدینو د بې ساري قربانیو په برکت او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مدبرانه هلوځلو په نتیجه کې د اسلامي امارت پنځه تنه لوړ پوړي مشران له ګوانتانامو زندان څخه د الله جل جلاله په نصرت په سالمه توګه راخلاص شول.
دغه لوی بری او ښکاره فتحه له ټولو مجاهدینو څخه رب منان ته د شکر سجدې غواړې، چې زموږ د مجاهد ولس په قربانیو باندې يې اثر مرتب کړ او د دښمن له پنجو څخه یې زمونږ مجاهدینو ته نجات ور په برخه کړ.
د دغو مهمو مجاهدینو د راخوشې کیدو په لاره کې د ټولو ستړیو شوو مجاهدینو، د اسلامي امارت د رهبري شوری، د امریکايي بندي بريګډال د نیونکو او ساتونکو مجاهدینو او مشرانو او د ټول ملت چې په دغه لویه سوبه کې يې ونډه لرله، سعې او هڅې د ستایلو وړ دي او الله جل جلاله نه د لازیات توفیق غوښتنه ورته کوم.
باید ووایم چې په دې اړه د قطر هېواد او د هغه له امیر ښاغلي شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني څخه هم مننه کوم، چې د نوموړو مشرانو په را خلاصولو کې یې مخلصانه هلې ځلې، منځګړیتوب او کوربتوب وکړ. له الله جل جلاله څخه دوی ته په دنیا کې عوضونه او په آخرت کې اجرونه غواړم.
الله تعالی دې د دغو مشرانو په څېر زموږ ټول مظلوم بندي هيوادوال چې د خپل هېواد د آزادۍ او د دين د خدمت په لاره کې بنديان دي، را خوشي کړي.
دغه ستر بری موږ ته د ټول هېواد د آزادۍ زیری راکوي او لا مو په دې ډاډه کوي چې ان شاءالله د افغان مجاهد ولس له آرمانونو ډکه بیړۍ نوره د خپل ساحل خواته لنډه شوې. ان شاءالله وما ذلک علی الله بعزیز
د اسلام خادم ملا محمد عمر مجاهد
۱۴۳۵/۸/۳هـ ق
۱۳۹۳/۳/۱۱هـ ش ــ 2014/۶/۱م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x