fbpx

د سپينې ماڼۍ د اړيکو مديرې او د ټرمپ سلاکارې استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د سپينې ماڼۍ د چارواکو د استعفاګانو په لړ کې دا ځل د ټرمپ نږدې سلاکارې او د سپينې ماڼۍ د اړيکو مديرې ۲۹ کلنې هوپ هيکس هم د ناڅرګندو دلايلو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سندرز رسنيو سره په خپلو خبرو کې د آغلې هوپ هيکس د استعفا پخلی کړی، خو د هغې د استعفا لامل يې نه دی په ډاګه کړی.

سارا سندرز په سپينې ماڼۍ کې رسنيو ته ويلي، چې له سپينې ماڼۍ د هيکس د وتلو کره نېټه نه ده معلومه، خو هغې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ځينو امریکايي رسنيو ويلي، چې د آغلې هوپ هيکس د استعفا لامل تېره ورځ د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د مداخلو په اړه د کانګريس لانجمنو پوښتنو ته  د هغې ځوابونه بللي، خو سارا سندرز ويلي، چې د هغې د استعفا لامل دا نه دی.

د کانګريس د استخباراتو کمېټې تېره ورځ هوپ هيکس د يو شمېر پوښتنو لپاره وروغوښتې وه، خو امریکايي رسنۍ وايي، چې هيکس د کانګريس د استخباراتي کمېټې د ډېرو پوښتنو ځوابونه نه دي ويلي،چې له امله يې د کانګريس د غړو غوسه پارېدلې ده.

د کانګريس يوه ډيموکراټ غړي مايک کويگلي ويلي، چې ټرمپ د سپينې ماڼۍ غړي د کانګريس پوښتنو پر وړاندې درواغو ويلو ته اړ کوي، چې له امله يې د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو د روسيې د مداخلې په اړه روانه قضيه له ننګونو سره مخ ده.

هوپ هيکس په تېرو وختونو کې د ټرمپ د لور په يوه شرکت کې کار کاو، د ټرمپ د انتخاباتي سياليو پر مهال د هغه ويانده شوه او وروسته په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ ځانګړې سلاکاره او د سپينې ماڼۍ د اړيکو مديره وټاکل شوه، خو تېره ورځ يې د ناڅرګندو دلايلو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

په تېرو څوارلسو مياشتو کې د ګڼو نورو چارواکو سربېره د سپينې ماڼۍ د اړيکو دا څلورم مدير دی، چې له خپلې دندې يې استعفا ورکړې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

اغلی هوپ هیکس کی که د انسانیت له معیارو لږه برخه هم پاتی وی هغه نشی کولای چه د دغه استعفی اصلی عامل او دلایل به ډاګه کړی. هغه عامل د د ترمپ جنسی تعاملات دی چه د هر چا سره یی لری د خبلی مور او خور سره یی هم لرلی دی خپله په فاحشه خانه کی زیږیدلی او لوی شوی ، یو وخت می یوه لیکنه کی دا هم لوستلی وو چه ترمپ تل د خبلو دوستانو د مرمنو سره د جنسی تعاملاتو د لرلو او ساتلو څخه خوند تر لاسه کوی مهمه نه ده چه هغه میرمنی… نور لوستل »