کرزی: طالبان دې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتي، چې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل پروسې وروستۍ ناستې هیله بښونکي بلل شوې او د حکومت او طالبانو ترمنځ یې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

«پخوانی جمهور رئیس همداراز د طالبانو له تحریک څخه غواړي چې د سولې مذاکراتو ته لبیک ووایي او د امریکا پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښیني او د یوې بین الافغاني پرېکړې له لارې په هېواد کې د پردو د ګټو جګړې ته چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته یوازې افغانان قرباني کېږي د پای ټکی کېږدي.»

په خبرپاڼه کې پر دواړو اړخونو غږ شوی، چې د پردیو دسیسو ښکار نه شي او له روان ناورین پر وړاندې دې یو موټی شي.

«ښایي چې په پوره هوښیاري سره د پردیو د دسایسو په وړاندې یو موټی شو او خپل وران ویجاړ هېواد د جګړې له ناورین څخه وژغورو.»

کرزي هیله ښودلې، چې د سولې په خبرو سره د جګړې او وژنو لړۍ به پای ته ورسېږي او د هېواد پرمختګ او ترقۍ لپاره به ټول مټې راونغاړي.

«پخوانی جمهور رئیس هیله څرګندوي چې د سولې د خبرو په پیل سره په هېواد کې د جګړې،‌ چاودنو او وژنو لړۍ ژر تر ژره پای ته ورسېږي او افغانان ټول په یوه غږ او ملي اتحاد او اتفاق سره د هېواد د رفاه او ترقي لپاره مټې راونغاړي.»

حامد کرزی داسې مهال د سولې د خبرو هرکلی کوي، چې په خپله ۱۳کلنه دوره کې یې سوله له پاکستان غوښته او په جګړه یې ټینګار کاوه.

د کرزي د واکمنۍ پر مهال په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړل شو؛ خو اوس وخت ناوخت د سولې د خبرو اترو د پیل کېدو غوښتنه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

هی نالت دې وي په ستا سیاسي فاحشې باندې کرزیه ! یو وارې امریکیان ته نه غواړې او بیا یې غواړې نو ته کله له خپل سیاسی باداره څخه تلی شې او cia خوشې کولی شې ! د طالبانو دولت خو امریکایانو ړنګ که او داړه ماران ، جنایتکاران یې په قدرت راوستل او تر اوسه اولس و ژ ني او له جنایتکارانو او غلو څخه cia دفاع کوي، نو طالبان ولې خبرې له مذدورانو او غلو سره وکړي ! نه نه !! طالبان به له اشغالګر سره خبرې کوي او که له مذدور سره یې وکړې نو خپل جهاد… نور لوستل »

نورالدین
میلمه
نورالدین

دھغہ حکومت سرہ چی دیوہ والی دتبادلی اختیار یا واک نہ لری / تہ وخپلی مشوری تہ پہ کم نظر گوری

masoom prince
میلمه
masoom prince

کوم دولت سره خبرې وکړي چې اشپز غنی يې هم واک نه لری دا ملت خو ستاسو غلطو پالیسیو غلام کړ