افغانستان

د پاکستان په وروستيو راکټي بريدونو کې څلويښتو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دې وروستيو کې د پاکستاني پوځيانو په راکټي بريدونو او بمباريو کې درې څلويښت افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې يوازې له تېرو لسو ورځو را په دېخوا پاکستان د کونړ ولايت په دانګام او شيګل ولسواليو نژدې زر راکټي بريدونه کړي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله زياتوي، چې د پاکستان په دې ورستيو راکټي بريدونو کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.
مګر د کونړ ولايت اوسيدونکي وايي، چې د پاکستاني پوځيانو په راکټي بريدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر هغه څه ډېره ده، چې چارواکي يې يادوي.

پاکستاني پوځيان له ډېرې مودې راهيسې د هيواد ختيځ پر کونړ او نورستان ولايتونو راکټي بريدونه کوي، مګر پرون شنبه پاکستاني پوځي طيارو پر کونړ ولايت بمباري وکړه او په نوموړې بمبارۍ کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او لسګونو نور يې ټپيان کړي دي.

پاکستاني چارواکيو هم ياد بريدونه منلي، خو دليل يې دا وايي، چې د افغانستان له خاورې پر دوی وسلوال بريدونه شوي او دوی يې په ځواب کې راکټي بريدونه او بمباري کړې ده.

پرون يکشنبه د افغانستان ولسي جرګې د دفاع او کورنيو چارو وزيران ورغوښتي وو او د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه يې ترې پوښتنې کولې.

د دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې د پاکستان د راکټي بريدونو مخنيوی د ده کار نه دی او په دې اړه بايد ولسي جرګه خپله پرېکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x