افغانستان

عطامحمد نور ټرمپ ته پینځه وړاندیزونه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ جنجالي واکمن عطامحمد نور په تازه څرګندونو کې ټرمپ ته د ګډ حکومت په تړاو پينځه وړاندیزونه کړي دي.

سپوتنیک خبري اژانس لیکي، عطامحمد نور پر ټرمپ غږ کړی، چې که دا وړاندیزونه ونه مني، نو افغانستان به یو ځل بیا د «تروریزم» مرکز شي.

هغه پخپلو وړاندیزونو کې لیکلي، د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولۍ لپاره د یو سیستم جوړول، په منصفانه ډول د ټاکنیزو بنسټونو سمون، خلکو ته واک سپارل او تر ټاکنو پورې د واک انحصار ختمول، د امنیت او دولت د پراختیا سیمه ییزو علاقمندانو ته غوږ نیول او وروستی وړاندیز دا چې پر داسې ډیموکراټیکو بنسټونو پانګه مصرف شي چې د یو خاص ولمسشر تر دورې پراخ وي.

نور، حکومت یو ځل بیا پر انحصارګرۍ ملامت کړی او پر ټرمپ يې غږ کړی چې که د ده وړاندیزونه ونه منل شي، نو وېره شته چې بیا به افغانستان د «تروریزم» مرکز وګرځي.

یاده دې وي عطامحمد نور د لېندۍ میاشتې له څلورویشتمې د ارګ له لوري مستعفی بلل شوی، خو لا هم خپلې ولایتي چارې پرمخ وړي، ارګ له جمعیت سره پر دې ناندرۍ کومې پایلې ته نه دی رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The US shall investigate where did Ata Mohammad get the 2 milliard dollars from

عبدالولی (فهیم)۰

مفسد د مفسد په خبره ښه پوهیږی مګر عطاګیه ته څوک یی چی ځان درته دونه لوړ ښکاری او خلکوته مشوری ورکوی همدا امریکا د ښځی لنډه دی که درنه لاس واخلی بیابه کچالو او پیاز خرڅه یی هغه هم په کوم بل ملک کی ته همدی امریکا دومره پړسولی یی او غنی درباندی ډاره یی او د خدای لعنت دی وی پر هغه خلکو چی د تا په مجلسو کی ناست دی او تاته غوږ دی ماته خو ډیر بی ضمیره خلک ښکاری انشاالله ډیر ژربه ورک شی.

نورالدین

وایی لیوہ د(خدای جل جلاله)څخہ غواړ‎ی دوړ‎ی او باران

مجيب الرحمان

Ata nor is the gang superviser this gang is more dangerous because they are robbing banks, robbing and looting civilians in the roads, chasing the lawers, killing the political rivals or kidnapping the civilians then demands money. He and his gang is totally against democracy. USA and NATO should freeze him and demunize him inside Afghanistan.

masoom prince

انشاءالله لنډ وخت ده الله به دا لیوان د زمریو داړو کې راګیر کړی

اقبال

سره د دی چه د افغانستان د غلامی او فاسدی اداره فساد او غلامی لکه د لمړ په دوه ګوټو نه پتیږی ، مګر د لوړ پوړو غلامانو لکه تر تولو لوی او لمړی غلام ( لمړی متفکر ) ، دوهم متفکر، هلکو عبدالله او هلکو عطا نور څرګندونو خو یی پریږده دغه ظاهری عملی نښو نښانو ته که یی زیر شی د غلامی معیارونه پکی له لیری هم ښکاری . لمړی نښه خو یی د دوی کیناستو ، پاڅیدو او مزل کولو ته وګوری چه د کوچنیو ژباړنو ( هلکو ) او یا ایجړا ګانو به شان مزل کوی… نور لوستل »

pattang

څه احمقه خوشې دخرو په منځ کې اونګېږي او بې علمه سړی یې !!

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx