ورزش

د راشد خان په زړه پورې توپوهنې سره افغان لوبډلې هالینډ ته ۲۱۷ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل) د هالینډ په وړاندې په دوهمه تمریناتي سیالۍ کې افغان لوبډلې هالینډ  لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

راشد خان د توپ اچونې ترڅنګ نن یوځل بیا په توپوهنه کې ښه وځلید او مسؤولانه لوبه یې ترسره کړه او ۶۳ منډې یې جوړې کړې.

افغان لوبډله چې په پېل کې له ستونزو سره مخ شوې وه، وروسته شرف الدین او راشد خان په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، او هالینډ ته یې هدف سخت او لوړ کړ.

په توپوهنه کې شهزاد محمدي ۱۲، احسان جنت ۱۴، رحمت شاه ۱، ناصر جمال صفر، نجیب ځدراڼ ۳، محمد نبي ۳۲، شرف الدین ۴۲، ګلبدین نائب ۱۵، راشد خان ۶۳ او دولت ځدراڼ ۱۸منډې جوړې کړې.

د هالینډ لخوا سنیټر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د افغانستان څلور ویکټې یې ترلاسه کړې.

په ځواب کې د هالینډ لوبډلې تر دې دمه په ۷ اورونو کې ۳۶ منډې جوړې کړې دي او هیڅ کوم لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x