افغانستان

غني: سوله غواړو؛ خو جګړه هم قاطع پر مخ وړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي، سوله مو هیله ده، خو جګړه به هم په قاطعانه ډول پر مخ وړو.

هغه چې نن د امنیتي ځواکونو د ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل، فعلاً زموږ وضعیت په جګړه کې دی او باید یوه دقیقه ځنډ هم پکې رانه وستل شي.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته په وینا کې وویل، ستاسې لاسته راوړنې ماته د قدر وړ دي، «ځکه مې پرون په ډاډه زړه د سولې وړاندیز وکړ.»

محمد اشرف غني پرون د کابل پروسې په دویمه ناسته کې پر طالبانو يې غږ وکړ، چې د امریکایانو پر ځای له دوی سره خبرې وکړي.

هغه نن پخپلو څرګندونو کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو په رڼا کې د سولې وړاندیز کوي.

په ورته وخت کې عرب نیوز، لیکي طالبانو ته د ګډ حکومت مشر څرګندونې د هغه او امریکا بېچاره ګي ښيي.

د مضمون د لیکوال له قوله اشرف غني په خلکو کې ملاتړ له لاسه ورکړی او هغه ته د امریکا د ګوډاګي په سترګه ګوري چې هیڅ باور پرې نه لري.

طالبانو د پرونۍ ناستې اړوند ویلي، چې دا فرصتونه نه؛ بلکې دسیسې دي.

حکومت په راتلونکي لمریز کال کې د «نصرت» په نامه عملیات پیلوي، چې طالبانو څو کاله وړاندې خپل عملیات پر همدې نوم نومولي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x