دبرتانوي مسلمان (عامرعلي داود) د اسلام راوړلو داستان

masjid

دانګلستان اوسېدونکي عامر علي داود څه موده مخکې له خپل پخواني مذهب عیسائیت سره مخه ښه وکړه او داسلام په مبارک دین مشرف شو. دا چې څنګه او ولې یې اسلام قبول کړ،نوموړي خپله کیسه او داسلام په اړه  تاثرات له مطبوعاتو سره شریک کړي، چې موږ یې ستاسې مخې ته ږدو.

نوموړی وایې : ما دیوې مذهبي کورنۍ سره تړاو درلود، نیکه مې دبرهمن دعالي نسل له ډلې څخه وو. کوم وخت چې انګریزانو په برصغیر باندې خپلې منګولې ټینګې کړې  او ټوله نړۍ دعیسویت تر اغېز لاندې راغله نو زمانیکه هم مخکینی مذهب پرېښود او عیسائیت  ته يې مخه کړه ، ورپسې مې پلار هم عیسائیت قبول کړ ، ما خو له پخوا څخه لا دمذهب سره زیاته مینه لرله ،څرنګه چې به مې وخت وموند کتاب به مې راواخست او دخپلې ځانګړې موضوع (عیسائیت ) او نورو مذاهبو مطالعه به مې کوله ،داسې برېښېده لکه دمذاهبو مطالعه چې مې په فطرت کې اخښلې وي .

خو عجیبه داوه چې کله به مې دعیسائیت مطالعه کوله نو په ذهن کې به مې داسې رنګارنګ پوښتنې راټوکېدلې چې زما ذهن به یې له جواب ورکولو څخه عاجز وو،څومره چې به مې دځواب پلټنه کوله او بېلابېل کتابونه به مې لوستل هومره به مې دذهن غوټې دسپړېدو پرځای نورې هم ټینګېدلې ،د هغوي له جملې څخه یوه پوښتنه داوه چې دانسان دتخلیق او پیدايښت اصلي هدف او مقصد څه دي ؟  ددې پوښتنې دځواب موندنې په موخه مې په زرګونو صفحې وپلټلې ،دعیسايې مذهب دسترو عالمانو او مقررینو ویناوې مې واورېدلې ،په سلګونو لیکچرونه مې ولوستل خوبیا مې هم ډاډ تر لاسه نکړ او عیسائیت راته په ځواب راکولو کې پړ شو .

له بده مرغه چې هغه مهال زه نه په عربي پوهېدم او نه مې پر يوې بلې اسلامې مروجې ژبې عبور درلود،خوڅه موده ورسته  مې لا س ته  دقرانکریم انګلیسې ژباړه  راغله ،ټوله مې له سره ترپايه په پوره غور اودقت سره ولوستله ، سمدستې مې په ذهن کې راټوکېدلې پوښتنې  یو په بل پسې ځوابېدلې  او ذهني کشمکش مې ورو ورو مخ په ځوړ روان وو بالاخره مې ذهن دسکون او ارامۍ ساه واخسته . دقرانکریم مطالعې زما فکراو سوچ ته یو نوی روح ورکړ، په انجیل کې شته تضادونه او اختلافات راته روښانه شول او داچې تورات او انجیل دبشپړ تحریف ښکار شوي او نور دانسانیت دهدایت او لارښوونې وړتیا نه لري ،په پوره توګه راته وبرېښېده .او دا خبره مې دزړه له تله ومنله چې دقران پیغام یو فطري ، کامل او افاقي پیغام دي او بشري ستونزو حل یوازې اویوازې  دقرانکریم په استحکام کې دي .

تل به مې د اسلام او عیسائیت په اړه دخپلو اظهاراتو څرګندونه دمخکښو عیسایې پادریانو مخې ته کوله او په  زغرده به مې ورته ویل چې تاسو یاست چې خلګ مو دوحشت په توروتیارو کې ساتلي اوپه بیلا بیلو لارو یې دتباهۍ کندې ته وراچوئ او درښتیني نبي (محمدص) په حقانیت مو سترګې پټې کړې دي .ددې خبرو په اورېدو سره به دوی سخت وخښمېدل خو دجواب نه موندلو له امله به یې هیڅ هم نشو ویلای . په دې ورځو شپو کې مې دنبي کریم ص دسیرت تر څنګ د صحابه و سیرتونه هم مطالعه کول ،بالاخره مې په ذهن کې دا احساس راوټوکېد چې که له دې مقدسې قافلې څخه لیرې واوسم نو ګواکې په خپله لاس ځان دشقاوت  او بدمرغۍکندې ته وراچوم نومې ټینګ عزم وکړ چې نور به دتل لپاره ددې قافلې لمن ټینګوم ، په همدې اراده  وم چې یوه هېښونکې پېښه رامنځ ته شوه .

هغه دارنګه چې زما لور دعیسویانو په یوه ښوونځي کې درس وایه چېرې چې څو مسلمانې زده کونکې هم وې . دمذهبي امورو ساعت په شروع کېدو سره به استادې ټولې عیسایې زده کونکې کلیسا ته استولې ،یوه ورځ چې دمذهبي امورو ساعت شروع شو نو زما لور( صبرینه عالیه ) په ټولګي کې په خپل ځای ناسته وه ،کله چې استاذې ورڅخه کلیسا ته دنه تللو وجه وپوښتله نوموړې وویل چې زه اوس یوه مسلمانه زده کونکې یم او نور راته عیسائیت دمنلو وړ ندي . ددې خبرې په اورېدو سره ټول هک پک شول  کله چې دښوونځۍ سرمعلم زه له دې پېښې خبر کړم نو زه هم ډېر حیران شوم خو ماورته وویل چې دا زما دلور شخصي پرېکړه ده .له دې پېښې څخه دوه کاله تېرېدل چې زما په شمول زما مېرمن ،لور اوزامنو  په ډیره خوشحالۍ سره داسلام غیږې ته پناه یوړه .او ټوله کورنۍ داسلام په نور سره وځلېده .

موږ ټول له لوی خدای څخه ددې ستر او عظیم نعمت په را نصیب کولو سره ډېر شکر باسو، او متعال خداي ته زارۍ  کوو چې نور هم ددې حقې لارې صحیح معرفت او نیکو اعمالو توفیق راکړي.

ژباړه او ترتیب : محب الله وثیق



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.