نظــر

وه د زندان طالبه مبارکۍ ته به درځم

زما ملګري ( دزابل  اوسیدونکی ملامحمد اکبر ) به چې په شمال کې دمحاصره کیدو او دسترجنایتکار رشید دوستم په کانتینر کې دبندي کیدو کیسه راته پیل کړه ، نو پرما به یې نه پوهیږم څنګه داسې اغیز وکړ ، چې نور به مې یې داورېدو تاب  نه درلود ، له همدې امله خو مې له نوموړي څخه داکیسه  ترپایه په یوه ځل  او پوره وانه ورېده بلکه یوازې یې دځینو برخو نکل راته تېر کړ .

داکیسه خورا  اوږده ، تلوسه لرونکې ، بوږنوونکې او لړزوونکې ده ، په شمال کې څنګه طالبانو دامریکایي ټیکنالوژۍ په وړاندې سینې سپر کړي وې  ، او په اونیو اونیو یې ورسره له اټکل پورته مقاومت وکړ ، څنګه یې دبهرنیو هوایي او کورنیو  ځمکني بریدونه دسر په بیه په شاتمبول ، دتخار ، بغلان او دره صوف په جبهو کې دڅو اونیو لپاره  څنګه دایماني پرتم دیوال  دمادیت ، اتوم او ټیکنالوجۍ سیلاب ایسار کړی او په دوه کې حیران کړی وو ، په پای کې د دیني او وطني حریم په دې زمریالیو ځوانانو باندې څنګه ، داسې  کیمیاوي وسلې استعمال شوي ، چې ددوی سږي یې وچاودول ، او له غوږونو او پوزو څخه یې وینې روانې شوې ، هوکې په درست شمال په ځانګړي ډول دره صوف کې ددین او وطن دا مدافعین یوازې هغه وخت مات شول ، چې نور یې په سینو کې سږي نه درلودل چې ساه یې پرې اخیستې وای    ،  عرب شاعر رښتیا ویلي  

اذا کانت النفوس کبارا
تعبت في مرادها الاجسام

(کله دځینو روحیات  ، حوصلې او عزم دومره ستر وي ، چې  بدنونه یې دارمان په پوره کولو کې ستړي شي ) دلته هم زموږ  ددیني او وطني حریم دمدافعینو حوصلې او ایمان هیڅکله شکست ونه مانه ، او نه یې دمایوسۍ احساس  وکړ ، مګر هغه مهال چې نور یې غوښن بدن ددې بوج داچتولو توان له لاسه ورکړ .

د ملا محمد اکبر کیسې په کندز کې د ملل متحد داستازو په منځګړیتوب  او ضمانت له دوستم سره دهغې موافقې په اړه هم ډیرجالب څه درلودل ، چې له مخې یې باید طالبان دافغانستان جنوب ته له خپلو سپکو وسلو سره یوځای روغ رمټ رسیدلي وای ، خو دوستم دملل متحد دسترګو په وړاندې هغه جنایات او عهدشکني ترسره کړه ، چې درستې نړۍ ولیده ، ددې ظالمانه نندارې لومړنۍ پرده له کندز څخه  مزار ته دطالبانو دانتقال  بهیر وو ، چې په سلګونو لاستړلي ځوانان د شوي تړون په خلاف کانتینرونو ته واچول شول  ، په لاره کې ترنیمایي زیات دنفس تنګۍ له امله شهیدان شول ، او کومو چې د دروازې دخلاصولو په نیت دکانتینر دیوالونه ټکول ددوستم ملیشو پرې ډزې وکړې ، چې په ترڅ کې یې هغه ژوندي پاته هم شهیدان شول .

ملامحمد اکبر له دې مرحلې ځکه ژوندی وتلی وو ، چې دده ملګرو دکانتینر لاندیني لرګینې تختې ایستلې وې ، او په دې توګه دتازه هوا دراتلو لپاره  لاره خلاصه شوې وه .

دملامحمد اکبرله قوله  ددې ترخو ورځو شپو یوه  ورځ هغه وه ، چې په مزار کې ددوستم دملیشو لخوا په سلګونو بندیان را وایستل شول ، او په یوه لویه حویلۍ کې راغونډ کړای شول ، دوی غوښتل چې له دې ځایه بندیان شبرغان ته انتقال کړي .

دا مهال چې طالبان په زولانه حالت کې په حویلۍ کې ناست وو ، دوستم په داسې حالت کې راغی چې دطالبانو دوه  پوځي مشران ( دبلخ والي مولوي نورالله نوري  او لوی درستیز ملا فاضل ) هم ورسره وو .

 په زولانه طالبانو دا حالت خورا سخت تمام شو ، ځکه  دوی لیدل چې سخت غدر ورسره شوی دی ، هغه ملا فاضل چې دوستم ورسره دټولو طالبانو دسلامت پریښودلو عهد کړی وو ، اوس یې نیت لاره چې دزرګونو طالبانودشهادت په شان ددوی دغه  مشران هم  امریکایانو ته په لاس ورکړي  .

په دې مهال دوستم مولوي نورالله نوري ته په ډیره بده لهجه وایي ، چې ملګرو ته دې که څه ویل غواړې ووایه  ، ځکه کیدای شي دا به مو وروستۍ لیدنه وي  ، مولوي نورالله نوري  چې خپل غیرتمن ملګري په دې حالت کې ویني ، نویوازې له یوې لنډې مرموزې خاموشۍ سره  ملګرو ته وروستۍ ژور نظر کوي ، او بیا له ملا فاضل اخند څخه غوښتنه کوي ،چې تاسو خبرې وکړئ .

ملافاضل اخوند په حمد او صلوة باندې خبرې پیلوي ، او بیا خپلو زولانه ملګرو ته وایي ، ګورئ دافکر ونه کړئ ، چې موږ داسلام لپاره څومره ستره قرباني وکړه او بیا داسې غدر راسره وشو ، زموږ او تاسو دعوه خورا ستره  ده ، زموږ او تاسو دین  او سپیڅلی ارمان تردې په لویو قربانیو باندې ارزي  ، ددې دین لپاره که تاسو په کانتینرونو کې شهیدان شوی ، مګر دخدای نازولي پیغمبران پرې له سره ترپښو پورې اره شوي دي  ، په ژوندوني اور ته غورځول شوي او دخدای محبوب صحابه کرام  دهمدې دین او ارمان په خاطر په دار راځړول شوي ، اوپه  تیلو کې ایشول شوي  .

ملا محمد اکبر وایي دملافاضل اخوند غږ کرار کرار لوړېده ، او ورسره دطالبانو زړونه راپورته کیدل ، اخر داسې مرحلې ته  خبره ورسیده ، چې  طالبانو په ناخودګاه توګه دتکبیرپه چیغو پیل وکړ ، دڅو دقیقو لپاره  مسلسل دتکبیر اسمان لړزونکې  زمزمې  روانې وې ، هر بندي په زولانه حالت کې داسې ښکارېده لکه دټولې نړۍ فاتح چې وي ، دټولو حوصلې په غورځنګ وي ، ملا محمد اکبر وایي ، چې دملافاضل اخوند داورني تقریر  او دطالبانو دتکبیرونو دزمزمو او شعارونو په دې حالت کې  مې دکمونیزم او بیا دیموکراسۍ پهلوان ( دوستم ) ته فکر شو ، چې  رنګ یې زیړ تښتیدلی وو ، څټ یې مړځړولی  او باور وکړئ ، چې لینګې یې بې اختیاره لړزیدل  ، دلته زما زړه په سمه توګه ومنله  چې په رښتیني معنی حاکم او محکوم یا سرلوړي او سرټیټی څوک دي ، ملافاضل او مولوي نورالله  نوري  له دې  روح بښونکو شیبو وروسته  دتل لپاره له خپلو سنګري ملګرو خدای پامان واخیسته ، شیبه وروسته دوی ددوستم لخوا د  سي آی اې  کارکوونکو ته وسپارل شول ، او  په دې توګه د ملل متحد په ضمانت په کندز کې دشوي عهد او موافقې خلاف  دکندهار په ځای ګوانتانامو ته ورسول شول .

دامریکایي یرغل په وړاندې دافغانستان په شمال کې زموږ دسرلوړې مبارزې ددې دوو اتلانو په اړه هیچا هم دا فکر نه کاوه ، چې بیا به دازاد ژوند موقع په لاس ورځي ، خو الله تعالی په رښتیا چې هم ډیر غیرتي ذات دی ، او کله  هم دچا داعمالو او قربانۍ ثمره نه ضایع کوي .

دادی له هغه مهاله لس کاله وروسته  ، وضعیت په کامله توګه بدل شوی دی ، سي آی اې او دوستم دیوه شرمونکي غدر په ترڅ کې له ملافاضل او مولوي نوري څخه خپلواکي واخیسته  ، خو ددې دوو شاغلو له  سرلوړي اولس څخه یې کله هم دالهي نعمت وانه خیستلای شو ، زموږ اولس  دخپلو زنداني اتلانو سرلوړی مسیر پرېنښود ، چې په ترڅ کې یې  دادی  نن وینو ، چې ددغو دوو اتلانو به شمول دطالبانو پنځه مشران ازاد شوي دي .

له همدې ځایه ددې سرلوړي اولس په نمایندګۍ ټولو هغو  اتلانو  او مجاهدینو ته مبارکي وایم ، چې دکبرجن دشمن په وړاندې یې سترګې برندې ساتلې ، په روښانه تندي باندې یوازې الله تعالی ته  دسجدې خاپ لري ، او دزمان او مکان هیڅ ساړه او تاوده تحولات یې ایمان نه شي متزلزل کولای .

ویاړ په دې سرلوړو سنګردارانو

دا تاریخ جوړونکي خپلواکي او له زندان څخه داتلانو راتګ دې دټولو مبارک وي  

وه د زندان طالبه مبارکۍ ته به درځم
دخلاصون ورځې دي مخ دې له دوړو پاکوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x