نېکولسن: موږ د امریکا او متحدینو لپاره دلته مبارزه کوو

نېکولسن؛ د بهرنیانو عمومي قومندان

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکلوسن وايي دوی دلته پر افغانستان سربېره د امریکا او د هغوی د متحدینو لپاره مبارزه کوي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی ته د افغان عسکرو په لیکو کې د ځوانانو موجودیت هیله بښونکی دی.

نېکولسن ټینګار کړی چې د «تروریزم» پر ضد جګړه باید په ټوله نړۍ کې پر مخ یووړل شي.

«موږ د افغانانو تر څنګ د امريکا او متحدو هېوادونو د خوندي ساتلو لپاره هم دلته مبارزه کوو.»

هغه سره له دې چې ان په ټوله نړۍ کې پر جګړه ټينګار کوي، په څنګ کې يې د سولې یادونه هم کړې ده.

نېکولسن افغان عسکرو ته په خطاب کې ویلي، چې د دوی د قربانيو قدرداني کوي، دی ډاډ ورکوي او وايي : «موږ به له تاسو سره پاتې يو، څو پورې چې تلپاتې سوله مو نه وي رامنځته کړې.»

نوموړي د حکومت په منځ کې سیاسي اختلافاتو ته هم اشاره کړې او پر دوی يې غږ کړی چې دا مخالفتونه باید امنیت ته تاوان ونه رسوي.

نېکولسن دعوه وکړه چې د مخدره موادو نوي سلنه کښت د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې کېږي، هم مهاله یادونه کوي چې طالبانو پرمختګ نه دی کړی خو په وينا يې څو ولسوالۍ يې ونیولې او بېرته يې خوشي کړې.

د بهرنیانو دغه عمومي قومندان په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي چې امریکايي سیاستوال، مبصرين او د کانګریس ځينې غړي پر امریکا د جګړې د ختمولو ټینګار کوي.

واشنګټن پوسټ وړمه ورځ هم پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، سره له دي چې د دوی له تېښتې سره د طالبانو بریا حتمي ده، خو بیا هم باید همدا اوس افغانستان پرېږدي.