fbpx

د ګلیکسي ایس ناین مقابله کې سوني نوی ځیرک مبایل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل): د سوني کمپنۍ له ډېرې ناکامې مودې وروسته څو ورځې وړاندې د اسپانیا په بارسلونا ښار کې د موبايلونو په نړيوال کانګرس کې خپل دوه نوي سمارټ فونونه نندارې ته وړاندې کړل.

د جاپان کمپنۍ سوني «Sony» د تېرو څو کلونو راهیسې ناکامه او خپل محبوبیت د بایلودو په حال کې وه چې دوه نوي مبایلونه (ایکس پیرا زیډ ۲ او ایکس زیډ ۲ کامپیکٹ) یې له پخوانيو نه تېز او د ډيزاین له لحاظه بلکل بدل او مختلف وړاندې کړل.

له دغو دواړو مبایلونو څخه یې (ایکس پیرا زیډ ۲) له سامسنګ ګلیکسي ایس ناین سره په مقابله کې دی چې په ډيرو ځانګړتیاو کې ترې وړاندې او یا هم برابر ښودل شوی دی.

د سوني په دغو نویو مبایلونو کې د کوالکوم کمپنۍ سنیپ ډراګون ۸۴۵ پراسیسر ورکړل شوی، چې په اوس وخت کې د انډرایډ سیسټم مبایلونو لپاره تر ټولو غوره پراسیسر دی، همدا ډول دا مبایل ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظه لري، او د مایکرو ایس ډي ۴۰۰ جي بي خارجي میموري کارډ اخیستلو وړتیا لري، چې له بل اړخه د سامسنګ ګلیکسي ایس ناین ریم هم ۴ جي بي او حافظه یې ۶۴ او ۲۵۶ جي بي ده، او هم د ۴۰۰ جي بي خارجي میموري کارډ اخیستلو وړتیا لري.

ددې مبایل شاته کامره ۱۹ او مخ کامره ۵ میګا پيکسله ده، چې د سامسنګ ایس ناین مخامخ کامره ۱۲ میګا پیکسله او شاته کامره یې ۸ میګا پيکسله ده، همدا ډول دواړه د وایفای هم برابر سیستم لري.

د مبایل سرعت د سامسنګ ګلیکسي ایس ناین سره یو برابر دی، او د ډاونلوډ سرعت یې له ګلیکسي ایس ناین نه هم لوړیدای شي.

په ایکس پيرا زيډ ۲ مبایل کې ۵.۷ انچه ایچ ډي او ورسره ایچ ډي آر ډيسپلی ((2160×1080) HDR 18:9 ) ورکړل شوې او په مقابل ګلیکسي ایس ناین کې (5.8in Quad HD+ (2960×1440) 18.5:9) ډیسپلی ورکړل شوې ده، او همدا ډول په ایکس زيډ ۲ کامپيکټ کې ۵ انچه سکرین جوړ شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې ددغې کمپنۍ ځیرک مبایل سره وائرلس چارجنګ سیستم هم شته، خو ددې مبایل دویم مبایل چې ایکس زيډ ۲ کامپیکټ دی له دې ځانګړنې محروم دی.

په ایکس زيډ ۲ مبایل کې ۳۱۹۰ mAh ملي امپیره بیټرۍ ورکول شوې، او په ګلیکسي ایس ناین کې ۳۰۰۰ mAh ملي امپیره بیټرۍ ورکول شوې ده، په داسې حال کې چې دواړه مبایلونه وایرلیس چارجنګ ځانګړتیا لري.

ددې مبایل وزن ۱۹۸ ګرامه او د سامسنګ ایس ناین مبایل وزن ۱۶۳ ګرامه دی.

د سوني مبایل بیه که څه هم لا تر اوسه یقیني نه ده، خو ویل کیږي چې له ۷۰۰ ډالرو څخه به لوړه وي، او له بل اړخه د سامسنګ ګلیکسي ایس ناین بیه ۷۲۰ ډالره ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د