fbpx

د دستار بندۍ د جلسې خاطره

مولوي نور احمد نور

د کال دا موسم د دیني مدارسو په ماحول کې ځانګړی رنګ او کیف لري. هغه دیني مدارس چې د قمري کال له شوال میاشتې یې خپل تعلیمي کال پيل کړی وي، د جمادی الاخر او رجب المرجب میاشتې یې د درسي کال وروستۍ میاشتې وي او په دې میاشتو کې د ختم بخاري شریف او دستاربندیو محافل جوړیږي.

که څه هم نړیوالې رسنۍ ددغسې غونډو په رابطه هیڅ خبر او راپور نه نشروي اما حقیقت دا دی چې دا وړ غونډې زموږ د سیمې له سترو اولسي اجتماعاتو څخه دي چې په هغو کې په زرګونو اولسي خلک په ډیر شوق او ذوق ګډون کوي، علماء کرام په کې خپل تقریرونه او طالبانو ته نصائح وړاندي کوي، نعت خوانان ترانې اونعتونه وایي او په پای کې د اسنادو د تقسیم او عقد دستار مراسم ترسره کیږي چې د هرې سیمې مخور مشائخ او علماء کرامو د یوه ښه ترتیب له مخې د فارغو عالمانو پر سر ول پر ول سپینې دستارونه تړي. او د فاضلینو د کورنیو غړي د خوښۍ او افتخار احساس کوي.

نن.(پنجشنبه دکال ۱۴۳۹ د جمادی الثانی ۱۳)دپاکستان په بلوچستان ایالت دکچلاک سملۍ په سیمه کې دجامعه نورالمدارس فاروقیه فاضلانو ته دفضیلت پګړۍ تړلو په مناسبت همداسې یوه غونډه جوړه شوې وه. په  دې غونډه کې د طريقت په مخورو څېرو برسيره ګڼ شمېر علماء کرامو، مشایخو عظامو، قاریانو، طالبانو او عامو مسلمانانو ګډون درلود. غونډه دسهار په ۹ بجوپیل او تر ماپشين ناوخته پوري یې دوام درلود. چې پکې ګڼ شمیر  خليفه ګانو، علماوو اومشایخو ویناوي وکړې.چې پکې د علم فضيلت ، د طريقت اهميت او ضرورت  او د دنيا د  حالاتو په تناظر کې د علماوو دذمه داريو يادونه وشوه. او همدا راز له مدارسو سره  دعامه مسلمانانو کومکونه  وستايل شول . او همداډول خوږ ژبو ترانه ويونکو خپلې علمي او جهادي تراني زمزمه کړي.

دغه مدرسه چې د کچلاک او کوټې تر منځ د سملۍ په سیمه کې ودانه شوې له ابتدائي درسونو نيولې بیا تر لويې دورې پورې سبقان لري.. په جامعه نورالمدارس کې له علمی خدمت سره سره دطریقت په برخه کې هم ښه خدمت روان دی دطریقت دتعارف اوضرورت په پار مختلف مجلسونو دائريږي.

جامعه نورالمدارس د هېواد د وتلي عالم او  دتصوف اوعرفان نړۍ مخکښ حضرت مولانا خلیفه عنایت الله رحمه الله چې د بلیلي په خلیفه صاحب  يې شهرت درلود، په لاس جوړه شوې. نوموړي چې دتصوف په برخه کې ډير زيات خدمتونه کړي او په زرهاوو مريدان لري ،دخپل عمر په ورستيو کلونو کې چې سخت ناروغ هم و کچلاغ ته نږدې دسملۍ په سيمه کې دغزني د نورالمدارس  مدرسې دیادګار او څانګې او دحضراتو دخدمتونو دلا ښه پراختيا په موخه دمدرسې کار ته مټې را بډ وهلې. خلیفه صاحب مرحوم به ويل دا د عوامو مدرسه ده په دې معنی چې په دې مدرسه کې به دعوامو روپۍ مصرفیږي په همدې موخه به خليفه صاحب دمدرسې دچندې لپاره کلي په کلي ګرځیدو تر څو هغه عوام چې ديوې مستقلې مدرسې دجوړېدلو وس ونلری لږ تر لږه دومره خو وکړي، چې په مدرسه کې يې لسی یاپنجی ولګېږې او د صدقې جاريې په ډول ورته پاتي شي.  اوس د مدرسې د علمي چارو سرپرستي د شيخ الحديث خليفه محمد عمر جان اخندزاده صاحب  په غاړه او د اهتمام چارې يې د ارواښاد خليفه صاحب د زوم اوخادم محترم مولوی بازمحمد سروري صاحب پر غاړه دي.

د مدرسې مشر استاد یا شيخ الحديث مولانامحمد عمر جان اخندزاده صاحب دی چې د هیواد د ستر عالم او مصنف مرحوم مولاناعنايت الله غبرګي اخندزاده صاحب زوی دی، نوموړی په نور المدارس مدرسه کې له تیرو څو کلونو راهیسې د احادیثو د دورې استاد دی او په یواځي سر ټوله دوره حديث تدریسوي،که زموږ د دغو مشائخو علماء کرامو ورځني تدریسي ژوند، همت او استقامت ته نظر وکړو، نو پوهیږو چې واقعا د مسلمان اولس اصلي خادمان او د تاریخ اتلان همدا د دیني مدارسو استادان او مشائخ دي چې پرته د نوم، شهرت، منصب او امتیازاتو له طلب څخه یوازې لله فی الله د مسلمان ملت د زامنو روزنه کوي او په دې کار کې د  هیڅ ستړیا او کمزورۍ احساس نه کوي.

د مدارسو استادان او مشائخ نه یوازې په ورځني شکل د قرآن او احادیثو او نورو دیني علومو په خدمت او تدریس مشغول دي. بلکې په محلي سطحه د عامو خلکو د فقهي قضایاوو د حل لپاره یې فقهي مجالس هم جوړ کړي، چې هره اونۍ علمي مجالس دائروي، فقهي قضایا څیړي او د خلکو شرعي پوښتنو ته حل راباسي.

په دې علاوه په اصلاحي او دعوتي غونډو کې شرکت، د تصوف او تزکیې په برخه کې دیني خدمت، د اولسي اصلاح او خیرخواهۍ په کارونو کې مرسته کول او نور ډیر د خیر او اصلاح کارونه هغه څه دي چې زموږ دیني علماء کرام، مشائخ او د  مساجدو امامان یې خپل مسؤلیت او مکلفیت بولي، چې دا سلسله له پیړيو پیړیو را روانه ده.

د نن ورځې جلسې د دغې لویې سلسلې یوه نمونه وه، په دې شپو ورځو کې د افغانستان او پاکستان په مختلفو سیمو کې په زرګونو مدارسو کې دغه وړ جلسې دائریږي او بې شمیره په دیني علومو سمبال علماء کرام، مفتیان او حافظان د مسلمان اولس د ممبر، محراب او مدرسې خدمت ته وړاندې کوي.

الله تعالی دې د مدارسو دغه سلسله نوره پراخه او د دښمنانو له شر او اذیت څخه په امان لري. آمین یا رب العلمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د