fbpx

خواجه اصف: طالبان يو سياسي ځواک دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې د افغانستان طالبان يو سياسي ځواک دی او له افغان حکومت سره د هغوی خبرې به د دوو قوتونو ترمنځ مذاکرات وي.

خواجه اصف نن په اسلام اباد کې يوه سيمينار ته وویل، چې پاکستان په اتيايمو کلونو او همدارنګه د جنرال مشرف د واکمنۍ پر مهال ډېر زيانونه ليدلي او به هېڅکله پاکستان د امریکا د ګټو لپاره قرباني نه کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د روان بحران د حل په اړه وويل، چې هلته به د دوو قوتونو ترمنځ مذاکرات کيږي او هېواد يې په افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړ کوي.

ښاغلي اصف وويل، چې دوی د څلور اړخيزو ناستو له لارې د سولې خبرو کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.

د هغه موخه د امریکا، چين،افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په اړه هغه څو ناستې وې، چې ګډ حکومت ناکامې بللي او په کې يې له ګډونه انکار کړی و.

خواجه اصف له هند سره د پاکستان اړيکې ترينګلې بللي او تور يې پورې کړی، چې د دوی دغه ګاونډی سوله خوښی نه دی.

د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د واشګټن د مذاکراتو د وړانديز په اړه ښاغلي اصف وويل، چې امریکا دې لومړی د جنوبي اسيا په اړه په خپله پاليسي کې توازن پيدا کړي او بيا دې دا ډول وړانديزونه وکړي.

خواجه اصف په داسې حال کې طالبان د يوه سياسي ځواک په توګه ياد کړي، چې تېره ورځ به کابل کې د ګډ حکومت په ابتکار د کابل پروسې دوهمه غونډه وه.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني په دغه غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، د کابل اداره په رسميت وپېژني، له جګړې لاس واخلي، خپله ډله د سياسي ګوند په توګه رسمي کړي، خو طالبان وايي، چې جګړه امریکا پيل کړې، واک يې له امریکا سره دی او له لومړی بايد له امریکا سره خبرې وشي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام قادر
میلمه
غلام قادر

د پاکستان د یو ستر چار واکی څرګندونې داسې ښایی چې طالبان په بشپړه ډول سره د پاکستان غلامان دي او واک او اختیار یی د ای اس ای دی. اوس به معلوم شی چې د طالبانو غبرګون دې ته څه دې؟ که مستقل وی او د اسلام دین لپاره هلې ځلې کوی نو د پاکستان دې چارواکی ته باید ځواب ووایی بغیر د هغه نه به افغان ملت کې لاهم متنفر شی. بله لامل یی دا دی چې پاکستان د نړیوالو ستر فشار لاندی دی او وار ترې خطا دی نو خپل د زړه بړاس یی پدې کې و… نور لوستل »

فرهاد افریدی
میلمه
فرهاد افریدی

افغان طالبان سیاسی زواک دی.او پاکستانی طالبان تروریستان دی،،،،الله خو دی دغه د شیطان جاله د سوریی غوندی کندوالی کری،،اسرایل پر تاسی زر واری شرف لری،نه پوهیگم چه د کوم مذهب نوم درکرم زکه د یو مذهب پیروان هم دومره دلیل،او رزیل خلک ندی لکه دا د شیطانستان خلک،

افغان
میلمه
افغان

دا سمه ده چه پاکستان له اوله غلام زیږیدلی خو د هماغو غلام دی چه ټانکونه یی د غنی د ارګ مخی ته ولاړ دی . او لا په هماغو ټانکو کرزی او غنی له امریکا سپاره راغلی او له هغه وروسته د افغانانو په ګردو سپاره شوی ، دغه خبره چه کوی چه طالبان یو سیاسی ځواک دی هم یی د انګریزانو په دستور کوی . مګر دا دی معنی هم نه لری چه که پاکستان چارواکی ووایی چه خدای یو دی خدای یو دی او مونږ یی ونه منو . کله دا هم کیږی چه هیواد د بل… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

دغو ځوانانو چرس وهلې او یا د cia دالر خوند ورکړي !! د خوجه اصف د کور ودان وي چې داخبره یې کړې ده او خدای پاک دې ټولو هغو ممالکو او اشخاصو ته جنتونه ورکړي چې د طالبانو سره مادي او معنوي مرستې کوي او ولې به یې نه کوي ؟‌ دا یې فرض وظيفه او کلتوري رواجي مرسته ده تاریخ ته به ځیر شو ! انسان ته په خبرو ، شواهدو ، منطق او دلیل او خره ته په سوټي او سر تنبګي !! طالبان غټ سیاسي قدرت وو او اوس هم دی او په راتلوکې کې به… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

طالبان ( د افغانستان اسلامی امارت) یو منظم سیاسی نظامی ایمانی او هر اړخیز ځواک وه، ده، او ویی به. ان شاالله. تر څو چې د اسلام په لاره روان ول. د دې پاکستانی چارواکی دا خبرې په حق اعتراف کول دي. دا چې دی څنګه ده او پاکستان څو مخیزه پالیسی لری. هغه جدا مسله ده. هر څوک چې د کفر نه منکر سی د هغو غلامی مزدوری او ستراتیژی مخې ته وړل پریږدی هغوی به په دنیا او اخرت کې کمیاب اوسر لوړی وی. غیر له هغه به شرمنده او له ماتې سره مخ وي لکه څنګه چې… نور لوستل »