fbpx
د طالبانو د سیاسي دفتر غړی، مولوي نیک محمد

د افغاني لانجې په هواري کې قطر مثبت رول لوبولای شي، مولوي نېک محمد له نن ټکي اسیا سره په ځانګړې مرکه کې

نن ټکی آسیا: له ژمنې سره سم، نن ټکی اسیا په قطر کې له امریکايي لوري سره د بندیانو په باب د طالبانو د سیاسي دفتر په چوکاټ کې، د مذاکره کوونکي ټیم له مشر، مولوي نېک محمد سره مرکه کړې ده:

نن ټکی آسیا: که د خپلو ازادو شوو ملګرو په اړه معلومات راکړئ، چې څوک دي او دا مهال چېرې دي؟

مولوي نېک محمد: له ګوانتنامو بې څخه د تبادلې پر اساس ازاد شوي کسان په لاندي ډول دي:

محترم الحاج ملا نور الله نوري صاحب – د بلخ والي، د شمال زون تنظیمه رئیس؛

محترم الحاج ملا محمد فاضل اخند – د دفاع وزارت لوی درستیز؛

محترم الحاج ملا خیر الله خیرخواه صاحب – د هرات والي او د لوېدیځ زون تنظیمه رئیس؛

محترم الحاج ملا عبد الحق وثیق – د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال؛

محترم مولوي محمد نبي عمري صاحب – وتلی قومندان.

د قطر حکومت له طرفه چي کوم رسمي هیئت ګوانتنامو بي ته د نوموړو کسانو د تسلیمي لپاره تللی وو، اوس مهال د هغه هیئت سره په ملتیا دوی د قطر په لور را روان دي چې نن ۱-۶-۲۰۱۴ به ان شاء الله تعالی د یوه یا دوې بجې قطر ته را ورسیږي.

نن ټکی آسیا: څرنګه وتوانیدلئ چې امریکایان دې ته حاضر کړئ، چې له ګوانتنامو څخه ستاسو پنځه تنه مشران ازاد کړي او د بندیانو د ازادیدو په دې پروسه کې د سیاسي دفتر د مشر سید محمد طیب اغا رول څه و؟

مولوي نېک محمد: تقریبا شپږ میاشتي مخکي د عالیقدر امیر المؤمنین له خوا سیاسي دفتر او د هغه مشر سید محمد طیب اغا ته هدایت ورکول شوی، چې د ۲۰۱۰م کال د هغو خبرو په تعقیب، چې له امریکايي اړخ سره د بندیانو د تبادلې او خلاصون په منظور د سید محمد طیب اغا له خوا په مستقیم ډول شوي وي، یو ځل بیا د بندیانو د تبادلې او خلاصون په منظور خبري شروع شي. سید محمد طیب اغا د خپل ور سپارل شوي مسؤولیت پر اساس د سیاسي دفتر او رهبري شوری له غړو څخه د مذاکراتو د ترسره کولو لپاره یو ټیم تشکیل کړ، او فیصله یې وکړه چې دغه مذاکراتي ټیم به د بندیانو د خلاصون په منظور مذاکرات پر مخ بیايي. د مذاکراتي ټیم ترکیب په لاندي ډول دي:

۱- شیخ الحدیث محترم مولوي سید رسول صاحب – د سیاسي دفتر غړی؛

۲- محترم قاري دین محمد حنیف – د سیاسي دفتر او د رهبري شوری غړی؛

۳- محترم مولوي عبد السلام حنیفي – د سیاسي دفتر او رهبري شوری غړي؛

۴- محترم سهیل شاهین صاحب – د سیاسي دفتر غړی؛

۵- محترم حاجي محمد زاهد احمدزی – د سیاسي دفتر او رهبري شوری غړی؛

۶ – مولوي نیک محمد – د سیاسي دفتر او رهبري شوری غړی.

اول فیصله شوې وه، چې د موضوع په ارتباط به د امریکايي اړخ سره مستقیم مذاکرات او مناقشات تر سره کیږي، خو وروسته فیصله وشوه چې د سیاسي وضعیت د پیچیدګۍ پر اساس دې مذاکرات په غیر مستقیم ډول د قطر حکومت په واسطه تر سره شي، په دې ډول غیر مستقیم مذاکرات شروع شول، دا چې څرنګه وتوانیدلو چې د یوه بندي په بدل کې خپل پنځه ملګري را خلاص کړو.

نن ټکی آسیا: په ګوانتنامو کې نور افغان بندیان هم شته، د هغوی د برخلیک په اړه مو څه نظر دی؟

مولوي نېک محمد: په ګوانتنامو زندان کې څوارلس کسان نور افغانان شته چې مونږ يې په ارتباط خبرې هم کړي دي، منځګړي او امریکايي اړخ دواړو داسې څرګندونې کړي دي، چې د دغو پنځو کسانو پروسه کله په کامیاب ډول سرته ورسیږي، د نورو پر سر به خبره شروع کړو، د مذاکراتي ټیم امید هم دا دی چې د هغو پر سر به خبره وشي، او که الله پاک ته منظوره وه، ازاد به کړل شي.

نن ټکی آسیا: امریکايي عسکر مو کله او په کوم ځای امریکایانو ته تسلیم کړ؟ ایا ستاسو او د امریکایانو ترمنځ افغانستان کې کومه د (امن سیمه) شته؟

مولوي نېک محمد: پرون د شنبې په ورځ، چې د غبرګولي میاشتې له لسمې سره سمون خوري، د خوست ولایت د علي شیرو ولسوالۍ د بټي په ساحه کې د سردار نعیم کوچي د کور خواته په یوه لویه میداني کې د اسلامي امارت د سرتیرو مجاهدینو له خوا امریکايي عسکر امریکايي اړخ ته مازیګر شپږ نیمې بجې ور وسپارل شو او هغوی بدرګه کړ، له ځانه سره یې بوت، زمونږ او امریکايي اړخ تر منځ د امن سیمه نشته، البته فیصله شوې وه، چې په موقت ډول د یوې ورځ لپاره به په دغه ساحه کې تعرضي اقدام نه کیږي، نو ځکه امریکايي هلیکوپتر په زړورتیا سره هلته کښته شوه، او خپل بندي يې انتقال کړ.

نن ټکی آسیا: دغه تبادله به د طالبانو او امریکایانو د دوه اړخیزو مذاکراتو یوازینی محصول وي او که به د دواړو اړخونو ترمنځ د افغانستان په نورو موضوعاتو هم خبرې جاري ساتل کیږي؟

مولوي نېک محمد: د نورو بندیانو د خلاصون په ارتباط هم خبرو دوام پیدا کړی، د نورو موضوعګانو په سر نه خبري شوي او نه يې فعلا تصمیم شته، ځکه دا هر څه د عالیقدر امیر المؤمنین تر هدایاتو پورې تړلي دي، چې تر اوسه د بلې هیڅ موضوع په ارتباط هدایت نه دی شوی.

نن ټکی اسیا: تاسو تېر کال د قطر بهیر د بندیدو د لاملونو په لړ کې یو هم د بندیانو موضوع یاده کړې وه، اوس چې بندیان دا دی ازاد شول، اوس به د قطر دفتر رول او فعالیت څنګه وي؟ آیا بیا به پيل شي او که به همداسې غیر رسمي فعالیتونه لري؟

مولوي نېک محمد: دا چې سیاسي دفتر په رسمي ډول له خپل دفتر څخه کار واخلي، او هلته په رسمي ډول په کار پیل وکړي، یو تعداد خنډونه په مخ کې لري، که دغه خنډونه له منځه ولاړ شي، بیا کیدای شي، په کار شروع وشي.

نن ټکی آسیا: تاسې پخوا له امریکایانو سره د خبرواترو د پیلېدو لپاره د «باور جوړونې» یادونه کوله، اوس د دواړو ښکېلو لوریو ترمنځ کافي باور جوړنه وشوه نو راتلونکی اقدام به څه وي؟

مولوي نېک محمد: د خبرو لپاره اسلامي امارت ملي او اسلامي میکانیزم لري، چي د هغه میکانیزم پر اساس پخوا هم او اوس هم خبرو ته تیار دي، البته دا وخت او شرایطو پوري اړه لري.

نن ټکی آسیا: نړیوالو رسنیو خبر ورکړ چې دا تبادله د قطر هیواد په منځګړیتوب تر سره شوه، ایا د هغوی منځګړیتوب به د افغاني لانجې په نورو موضوعاتو کې هم دومره مؤثر وي؟

مولوي نېک محمد: هو لکه څرنګه چې رسنیو خبر ورکړی رښتیا هم دغه تبادله د قطر هیواد په منځګړي توب تر سره شوه، زه باید ووایم چې د قطر حکومت په دغه موضوع کې هوښیار زیرک او د همدردي پر اصولو ولاړ رول ادا کړی. هغوی د اسلامي امارت د مشرانو په خلاصون کې خاصه دلچسپي درلوده، څونه چې زه پوهیږم د دوی دغه دلچسپي په انساني او اسلامي همدردي ولاړه.
زه فکر کوم چې د افغاني لانجو د حل لپاره د قطر هیواد منځګړیتوب به لږ نه ډېر موثر وي.

نن ټکی آسیا: آیا افغان او پاکستاني حکومتونه د دغې تبادلې له جریانه خبر وو؟

مولوي نېک محمد: د ذيدخلو اړخونو څخه علاوه چې هغه اسلامي امارت- قطر هیواد، او امریکا ده بل هیچا په دغه ارتباط تر آخري ورځې پورې معلومات نه درلودل. د دواړو اړخونو د بندیانو تر تسلیمي وروسته رسنیو ته معلومات ورکول شول، ذیدخله اطرافو په دغه ارتباط فیصله کړې وه.

نن ټکی اسیا: ستاسو په اعلامیه کې راغلي چې ستاسو ازاد شوي ملګري به نن د یکشنبې په ورځ قطر ته ورسیږي، سیاسي دفتر یې د هرکلي او استقبال لپاره څه ترتیبات نیولي؟

مولوي نېک محمد: هو د سیاسي دفتر مشر، د دغه دفتر غړي او د رهبري شوری غړي به یې استقبال وکړي.

نن ټکی آسیا: تاسو د بندیانو د تبادلې د مذاکراتي کمیټې د مشر په حیث د دغې لاسته راوړنې په مناسبت طالبانو ته څه پیغام لرئ؟

مولوي نېک محمد: زه د اسلامي امارت د یوه غړي په صفت د اسلامي امارت په صفونو کې که مشران او که کشران دي، له هغوی نه لاندي غوښتنه لرم:
الله پاک چې مونږ ته کوم فهم، هوښیاري او زیرکتیا را کړې له هغه نه باید ښه کار واخلو، په خپلو کارونو کې هغه که نظامي دې که سیاسي دي او که اداري دي، تکاسل او سستي ونه کړو، د هر کار منفي او مثبت اړخونه باید په ښه ډول وڅیړو، او بیا اقدام وکړو، باید متوجه اوسو، چې زمونږ دښمن ته نن تر هر څه مهم همدا زمونږ په منځ کې اختلافات پیدا کول دي، مونږ تر هر څه ډېر باید یو والي ته متوجه شو، ځکه چې زمونږ کامیابي او د الله جل جلاله نصرت زمونږ په اتحاد او اتفاق کې دی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د