ورزش

د افغانستان او هالینډ ترمنځ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶): د افغانستان او هالینډ لوبډلو ترمنځ دویمه تمریناتي سیالۍ د ورښت له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.

دغه لوبه چې افغانستان په کې لومړۍ توپوهنه وکړه د ۲۰۱۹م کال غوراوي سیالیو لپاره تمریناتي سیالۍ دي.

د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهونکي یو ځل بیا د تېرې لوبې په څېر ناکام شول او په چټکۍ سره یې ویکټې له لاسه ورکړې، چې وروسته توپ اچونکي په توپوهنه کې ښه وځلیدل او هالینډ ته په مناسب هدف ورکولو کې بریالي شول.

د افغانستان لخوا راشد خان مسؤولانه توپوهنه ترسره کړه چې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته یې چټکې ۶۳ منډې جوړې کړې.

له ده وړاندې شرف الدین او محمد نبي په هغه وخت کې چې لوبډله له سخت فشار سره مخ وه او پرلپسې ویکټې یې له لاسه ورکړې وې ښه ملګرتیا ترسره کړه. شرف الدین ۴۲ او نبي ۳۲ منډې جوړې کړې، چې د هالینډ لپاره یې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د هالینډ لوبډلې ښه پېل وکړ، خو د ورښت له کبله زیان ورواوښت، او لوبه ۳۴ اورونو ته راښکته شوه، او هالینډ لوبډلې ته ۱۶۴ منډې هدف وټاکل شو، خو په پای کې د ورښت د زیاتوالي له امله د لوبڅارو لخوا لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د غوراوي سیالیو لومړۍ رسمي لوبه د سکاټلینډ په وړاندې په څلورم مارچ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x