قیس احمد د ویسټ انډيز په کریبین لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکی قیس احمد په ویسټ انډیز کریبین لیګ (CPL) کې د ايس ټي لوشیا سټار (st Lucia star) لوبډلې لخوا په ۷۵۰۰ ډالره وپېرل شو.

نوموړی د ۱۹ کلنو ځوانانو په یو ورځني نړیوال جام کې په غوره توپ اچونکو کې نومول شوی و، چې نوموړي ۱۴ ویکټې هم ترلاسه کړې وې.

د ویسټ انډیز کریبین لیګ شپږم پړاو ټولې ۶ لوبډلې لري چې د روان کال د آګست میاشتې په اتمه نېټه به پېل کیږي او د سپتمبر ۱۶مې پورې به دوام مومي.

په دغو لوبو کې ټول ۲۲۷ خارجي لوبغاړو صفت نام کړی، چې دغه لیست کې تېر کال ۱۲۶ خارجي لوبغاړي و او اوس د ۱۵۱ نورو خارجي لوبغاړو په شاملیدلو ټول ۲۲۷ لوبغاړي شول، له همدې سره په یاد لیګ کې د ویسټ انډيز لخوا ۱۲۱ لوبغاړو ځانونه شامل کړي دي.

د یوې خبري ورځپاڼې په وینا په دغه لیګ کې د ۱۸ هېوادونو لوبغاړي بولۍ ته چې نن ورځ په لندن کې ترسره کیږي وړاندې شوي دي، په دغو هېوادونو کې افغانستان هم شامل دی.

ددغو سیالیو په تېر پنځم پړاو کې راشد خان هم د امازون ګیانا ورییرز لوبډلې لخوا لوبېدلی و چې ددې لیګ لومړی هیټریک یې هم ترسره کړی دی.

اټکل کیږي چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي او په ځانګړي ډول راشد خان د مصروفیتونو له کبله ددغو سیالیو برخه نشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د