ورزش

پي ایس ایل: ډیرن سیمي په یوه پښه پيښور زلمو ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو په لسمه لوبه کې د پيښور زلمو له سختې لوبې وروسته د لوبډلمشر ډیرن سیمي په چټکو منډو او (یوه پښه شپږیزو) ناشونې بریا خپله کړه.

ډیرن سیمي چې د توپ اچونې پر مهال یې پښه ټپي شوه، لوبه یې پريښوه، او ویې نشو کړای اور هم پوره کړي، په ګوډه پښه توپوهنې ته په داسې حال کې راغی چې منډه یې هم نشوه وهلی خو د لوبډلې ورته سخته اړتیا وه او ۲ سترې شپږیزې او ۱ څلوریزه یې ووهله او بریا یې خپله کړه.

په دې لوبه کې لومړی لوبه د کویټې ګلډئيټرز لوبډلې وکړه چې په ۲۰ اورنو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېډلو یې ۱۴۱ منډې جوړې کړې ددوی لخوا شین واټسن ۴۷ او ریلي روسوو ۳۷ منډې جوړې کړې. د پيښور زلمو لخوا ډیرن سیمي، وهاب ریاض او امید اصف ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې د پيښور لوبډلې ښه پېل وکړ، چې په پای دوه اورونو کې ورته د ۲۲ منډو اړتیا وه، خو لوبډلمشر ډیرن سیمي په داسې وخت کې چې په ۷ توپونو ۱۶ منډو ته اړتیا وه توپوهنې ته راغی او په ۵ توپونو یې ۲ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله، او ټاکلی هدف یې ۲ توپه وړاندې پوره کړ، نوموړی په دوه اړخیزه او ګټونکې لوبه د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x