نظــر

الله اکبر ولله الحمد

الله اکبر ، الله اکبر ولله الحمد . . . دا تکبیرونه مې له هغه وروسته له ځان سره زمزمه کړل، کله چې یوه ملګري په ټیلفون راته وویل : همدا شیبه ، پنځه تنه زنداني مجاهدین هر یو نوري صاحب ، خیرخوا صاحب ، مولوي محمد نبي صاحب ، ملافاضل مظلوم صاحب او وثیق صاحب قطر ته راورسیدل او دنعره تکبیر په ملکوتي چیغو یي استقبال وشو، یوه شیبه زما حواس له ځان او شاوخوا والوتل ، د قطر په خوا یي پرواز وکړ ، پنځه تنه مجاهدافغانان مې لیدل ، چې په هسکو سترګو ، دنګو غاړو او معنی دارو موسکاګانو یي له خپلو هرکلي کوونکو وروڼو سره روغبړ کاوو، هلته د تکبیر چیغې پورته کیدلې، همدا چیغې مې د زړو په غوږونو حس کړې ، بې واکه مې له خولې ووتل . . . الله اکبر . . . الله اکبر و لله الحمد .

ما کاینات لیدل چې د تکبیر دغو غریونیولو چیغو ته غوږ غوږ وو، . . . ما آسمان لید چې دتکبیر دغو معنادارو چیغو یې دروازې کړنګولې . .

دتکبیر له چیغو سره مې ذهن په بله خوا والوت . . . ذهن مي دیارلس کاله پخوا زمانې ته ستون شو. . . دافغانستان په شمال مزار شریف کي د غدرپنجو ته لویدلیو د بندي طالبانو یوې مجمع ته ورستون شوم . . . دلته دری زره طالبان په ځنځیرونو تړل شوي دي . . . ها خوا ته د امریکا د سي آی اې ځانګړي ځواکونه او افسران ولاړ دي . . . مخامخ یو وحشي ټوپکمار جنرال دوستم چې یرغلګرو کرایه کړی دطالبانو له دوو زولانه مشرانو ملانورالله نوري او ملا فاضل اخند سره ولاړ دی ، دوستم ملا نورالله نوري ته وویل : خپلو ملګرو ته دې وروستۍ خبرې وکړه بیادې شاید په ژوند لیدل کتل ورسره ونه شي ، ملا نورالله نوري خپلو زولانه ملګرو ته وکتل ، په زړه کې یي څړیکو غځونې وکړې او پرته له دې چې څه ووایي ملا فاضل ته یي اشاره وکړه چې طالبانو ته خبرې وکړي .

ملافاضل اخند خبرې په حمد او صلاة پیل کړې ، طالبانو ته یي وویل : اې ملګرو ! ګورئ دافکر ونه کړئ ، چې موږ داسلام لپاره څومره ستره قرباني وکړه او بیا داسې غدر راسره وشو ، زموږ او تاسو دعوه خورا ستره ده ، زموږ او تاسو دین او سپیڅلی ارمان تردې په لویو قربانیو ارزي ، ددې دین لپاره که تاسو په کانتینرونو کې شهیدان شوی ، مګر دخدای نازولي پیغمبران پرې له سره ترپښو پورې اره شوي دي ، په ژوندوني اور ته غورځول شوي او دخدای محبوب صحابه کرام دهمدې دین او ارمان په خاطر په دار راځړول شوي او په تیلو کي ایشول شوي دي . . .
خبرې تر همدې ځایه راورسیدې چې د زولانه طالبانه له منځه د تکبیر چیغې پورته شوې ، داسې چیغې او داسې ملکوتي انګازې چې یوه شیبه یي دهیواد په اشغال شوې فضاء کې د B52 طیارو شور تر اغیز لاندې راووست .

زه د تکبیر همدې نننیو او پرونیو زمزمو له ځانه بي ځانه کړی وم ، د همدې پیښو په اړه مې فکر کاوو چې متعال خدای څومره قادر او غیرتي دی، هغه مجاهدین چې یو وخت ترټولو مظلوم کمزوري او په هر تور تورن بلل کیدل او هیچا یي دخلاصون اټکل نه شوای کولای مګر نن د اتلانو په څیر په هسکو غاړو او سوبمنو سترګو د امت په مخکې ولاړ دي ، امت ته یوځل بیا دحریت او خپلواکۍ ګټلو ژوندی درس ورکوي او د حال په ژبه ورته وایي ، راشئ قرباني ورکړئ ، تر څو مو چې خپله د ذلت ، ټیټوالي او غلام کیدلو فیصله نه وي کړې هیڅوک مو نه شي غلام کولای ، هیڅوک دا توان نلري ، ستاسو په رګو کې د خپلواکۍ جذبه سړه کړي ، هیڅ زولنې ستاسو د ایسارولو او تړلو توان نلري ،خو په دې شرط چې ایمان مو محکم او تندی مو یوازې د متعال رب دربار ته په ټیټیدلو روږدی وي.

همدا شیبه مې د کیوبا له زندان څخه د راخلاصو شویو بندیانو تصویرونه ولیدل، ددوی په سترګو کې یو غیرمعمولي هیبت او پرتم څپي وهي، لکه دوی چې د بادرانو او غلامانو په دې نړۍ کې په لومړي ځل د ظلم او ستم ځنځیرونه شلولي وي او محکوم انسانیت ته یي د خپلواکۍ او ازادۍ زیری راوړی وي، ددوی په څيرو خپرې معنادارې موسکاګانې نړۍ او نړیوالو ته یو کتاب خبرې لري، ددوی غوښن مړوندونه چې دعصر تر ټولو مضبوطي زولنې یي شلولي دي، موږ ته وایي : چې په ځان باور ولرئ ، ترڅو چې ستاسو ذهن غلامۍ ته نه وي اماده شوئ ، جسد مو هیڅوک نه شي محکوم ساتلی .

د خپلواکۍ او ازادۍ په معنی پوهیدونکی انسانیت باید ددې اتلانو او د استقلال د ژوندیو سمبولونو څیرو او کردار ته په ځیر وګوري ، د ددوی د زبان حال چیغو ته غوږ شي او هغه څه ترې واورې چې ژبې او الفاظ یي د بیان توان نلري .

یو ځل بیا یوازې . . . الله اکبر ولله الحمد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x