دوست محمد نایاب

طالبانو د ارزګان والي ویاند بیرته خوشي کړی

نن ټکی اسیا (جمعه،۱۱کب، ۱۳۹۶ل): د ارزګان والي ویاند (دوست محمد نایاب) چې طالبانو د کندهار-ارزګان په لویه لار نیولی و، بیرته خوشي کړی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په وینا، نوموړی یې وړمه ورځ د ۱۹ کسانو په ډله کې د شاولیکوټ ولسوالۍ په اردو بلاغ سیمه کې نیولی و.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې د نایاب د خوشې کولو پرېکړه یې وروسته تر هغه وکړه چې ورسره ملو زنانه وو یې دوی ته عذرونه وکړل.

د هغه په وینا، دوست محمد نایاب یې د یادو ښځینه وو د عذر، زاریو، ژړا او شفاعت له کبله خوشي کړ او ژمنه یې ترې اخیستې چې له خپلې دندې به لاس په سر کیږي.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې نیول شوي کسان د دولت نظامي منسوبین وو، چې په نایاب سربېره یې ۵ تنه نور هم خوشي کړي دي. خو په وینا یې، پاتې ۱۳ کسان یې د فیصلې لپاره محکمې ته ورپیژندلي دي.

د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب د طالبانو لخوا د یادو کسانو د نیولو پیښه تایید کړې، خو د ځان په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یک تلویزون خبریال (جاوید تنویر) وايي چې طالبان د ملي اردو په یونیفورم کې سړک ته راوتلي او لسګونه دولتي منسوبین یې له ځان سره بیولي دي.

نوموړی خبریال زیاتوي چې ارزګان والي ویاند هم په دې ګومان چې تالاشي کوونکي کسان د ملي اردو عسکر دي، طالبانو ته یې د خپلې ویاندویي کارت هم ورښکاره کړی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MehrboddinRasooly
میلمه
MehrboddinRasooly

ماشاءالله