
ازاد شوي طالبان قطر کې له تاوده هرکلي سره مخ شول – ویډیو او انځورونه
نن ټکی آسیا: هغه طالب مشران چې پرون د ګوانتانامو له زندانه ازاد شول په ځايي وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د قطر هیواد ته ورسیدل.
په قطر کې د نن ټکی اسیا همکار چې د ازادو شوو طالبانو د هرکلي مراسمو ته ورغلی و، وايي چې ازاد شوي طالب مشران په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس سید محمد طیب اغا په مشرۍ د دې دفتر د غړو لخوا استقبال شول.
د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو سربیره د یادو طالب مشرانو هرکلي ته ګڼ قطر میشتې افغانان هم ورغلی وو. لسګونو کسانو له پنځو تنو ازاد شوو طالب مشرانو سره په داسې حال کې روغبړ کاوه چې د (تکبیر) او (ژوندی دې وي اسلامي امارت) شعارونه بدرګه کول.
زموږ همکار وايي یو شمیر استقبال کوونکي افغانان يې ولیدل، چې تازه دم راخلاص شوي طالب مشران چې لا يې هم د زندان سپین کمیسونه او خړ واسکټونه پر تن وو، په داسې حال کې په تندي او لاسونو ښکلول چې له سترګو اوښکې روانې وې او د ژړا غږ يې له لرې اوریدل کېده.
{dailymotion}x1xxlp5_%D8%AF-%D9%82%D8%B7%D8%B1-%D8%A8%D9%86%D8%AF%DB%8C%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%82%D8%A8%D8%A7%D9%84-%D9%88%DB%8C%DA%89%DB%8C%D9%88-%D9%86%D9%86-%D9%BC%DA%A9%DB%8C-%D8%A2%D8%B3%DB%8C%D8%A7-%D8%AE%D8%A7%D8%B5_news{/dailymotion}