افغانستان

فراه : طالبانو درې سړي تښتونکي اعدام کړي

نن ټکی اسیا (جمعه،۱۱کب، ۱۳۹۶ل):د فراه ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ د ديوار سرخ په کلي کې طالبانو درې تنه سړي تښتونکي اعدام کړي.

د فراه ولايت دولتي سرچينو په سيمه کې د طالبانو له لوري د تښتونکو د اعدام پخلی کړی.

طالبان مني چې د خاکسفېد ولسوالۍ په دیوار سرخ کلي کې يې انسان تښتونکي د خپل جرم په سزاء رسولي.

دوی وايي : ((هغه درې تنه انسان تښتونکي ( نقیب الله ، محمد نعیم او لالی) چې څه موده وړاندي د فراه ولایت دبکوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې په داسي حال کې چې یوتن هیواد وال عبدالرحیم یې تښتولی ؤ لاس په لاس ژوندي ونیول شول نن سهار د خاکسفید ولسوالۍ اړوند د دیوال سرخ په سیمه کې په عام محضر کې داسلامي امارت دشرعي محکمو له پرېکړي اورولو وروسته په دار وځړول شول او هیواد وال یې دتل لپاره له شر نه وژغورل شول)).

د طالبانو په وينا مجرمينو د انسان تښتوني تر څنګ پر نورو جنايي جرمونو هم اعتراف کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x