افغانستان

کابل: پروني بريد کې د دوو استراليايي وګړو د ټپي کېدو سربیره درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۲کب، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د کابل نهمې امنيتي حوزې اړوند قابل بای سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه قراردادي موټر چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کورنيو چارو وزارت وايي، بريد د مازده ډوله موټر څخه په استفادې شوی چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي و.

د دغې وزارت وياند نجيب دانش وويل، برید د بهرنيو ځواکونو د يوه کاروان د تېرېدو پر مهال هغه وخت وشو کله چې د بهرنيانو دې قراردادي موټريز کاروان غوښتل چې پوځي مرکز ته داخل شي خو د داخلېدو پر مهال پرې موټربم چاودنه وشوه.

د کابل امنيتي مسئولينو پرون وويل، په بريد کې یو تن وژل شوی او دوه ويشت تنه نور ټپيان دي خو د بهرنيانو د وژل کېدو او يا ټپي کېدو په اړه يې معلومات ور نه کړل.

تازه د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بیشيپ رسنيو ته ويلي، په دغې چاودنه کې دوه استراليايي وګړي ټپيان شوي دي.

د بيشيپ په خبره، په پروني بريد کې درې تنه وژل شوي هم دي خو دا يې نه دي ويلي چې دغه درې تنه استراليايي وګړي دي او که افغانان دي.

تر اوسه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x