طالبانو ولي د غني د سولې وړاندیزونو ته اعتناء ونه کړه ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې چارشنبې په ورځ ښاغلي غني د کابل غونډې په ترڅ کې طالبانو ته څو وړاندیزونه وکړل.

سره له دې چې یادې غونډې ته هم امریکايي رسنیو پراخ انعکاس ورکړ او  هم د ملګرو ملتونو په شمول ناټو او ځینو نورو د امریکا په ایتلاف کې شاملو هیوادونو او سازمانونو د هغې پریکړې له خپله لوري تائید کړې خو طالبانو ورته څه اعتناء و نه کړه او د وړاندیزونو له اعلانه تر څلورو ورځو تیریدو پوري یې هم د هغې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بي اعتنايي لامل ښايي دا وي چې له یوې خوا هغوی له پیله غني او د هغه حکومت د ځان سیال نه بولې چې په وړاندیزونو یې ځان خبر کړي او له بلې خوا خپله د ښاغلی غني وړاندیزونه تر ډیره حده تکراري او د عملي اقداماتو په ځای په شکلیاتو باندې بناء وو چې آن د ځینو هغو شکلیاتو تر سره کول یې هم د غني له صلاحیته وتلي ښکاري.

د بیلګې په توګه غني طالبانو ته د یوه ګوند په توګه د په رسمیت پیژندلو وړاندیز وکړ چې دا وړاندیز یې په عین غونډه کې د حکومت د بل سهیم لوري (ډاکټر عبدالله لخوا) رد او هغه یې د غني د فردي تصمیم په ځای د قومونو په اجماع پوري تړلی یو اقدام وباله.

همدا راز د ښاغلي غني د بهرنیو چارو وزیر او د ګډ حکومت یو بل شریک صلاح الدین  رباني د غني لخوا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو وړاندیز د هغه د شخصي قوم ګرایانه هڅو له جملې څخه یو عمل وباله چې غني غواړي په راتلونکو  ټاکنو کې د خپل قومي حیثیت د قوي کولو په غرض تري استفاده وکړي.

پر دې سربیره د غني وړاندیزونو ته د طالبانو د بي اعتنايي اصلي لامل په یادو وړاندیزونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون موضوع داسې نسیا منسیا (په بشپړ ډول) له پامه غورځول شوې  لکه هغوی چې نه د قضیې جُزء او نه هم د افغاني ستونزې له عواملو څخه وي.

او حال دا چې د هیواد د روانې لانجې اصلي عامل امریکایان او د هغوی اشغال دی چې طالبان د هغه په شتون کې په سیاسي بهیر کې ور داخلیدل له خپلو اصولو څخه تخطي ګڼې او منلو ته یې ښايي په هیڅ صورت نشي تیار.

ښاغلي غني په داسې حال کې طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل چې د امریکایانو لخوا په همدې ورځ هم د هغو مخالفت روان و ، مخالفت په دې ډول چې د غونډې په ورځ هم د ټرمپ ستراتیژي په خپل ټول قوت سره د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو خلاف روانه او حتی په نمایشي ډول هم موقتا د غونډې تر پایته رسیدو پوري د یادې ستراتیژۍ پلي کیدل (امریکايي بمباري) ونه ځنډول شوه.

نو په داسې یوه وضعیت کې به طالبان څه ډول د ښاغلي غني په وړاندیزونو باور وکړي چې نوموړی د څو لحظو لپاره لا د امریکايانو د پیل کړي جګړې د توقف توان نه لري؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عابد انورزی
میلمه
محمد عابد انورزی

همداسې ده وایی : بز در غم جان کندن وقصاب درغم چربو غنی د سولې څخه هم تبلیغاتی پروژه جوړه کړی او لا هم د راتلونکو انتخاباتو لپاره ورنه د کمپاین په توګه د استفادې کولو توقع لری. په مهمو او اساسی مسایلو (لکه د خارجیانو تجاوز ، بمبار او وزنی ..) سترګې پټوی. غنی يو ډیر بې صلاحیته او پردی پاله مشر ده . که څه هم حکومت یې د جان کیری او خارجیانو لپاره قصدا د اساسی قانون خلاف جوړ کړ خو بیا یې هم څوک ولس مشری نه منی. حتی یو دامنیت قومندان او یا لری کړل… نور لوستل »