د محرم انځورونو او ویډیوګانو ساتنه!

لیکنه: هدايت الله هدايت

ډیر ځله او په ډیرو سیمو کي به مو اوریدلي وي چې د فلانکۍ سمي یا د فلانکي شخص د لور، خور یا ښځي انځورونه د بازار په کمپیوټرونو کي پراته دي.

په داسي کمپیوترونو کي چې هلته له بیحیايي ماسیوا نور هیڅ نه وي.

حال دا چې کومو عزتمندو خویندو انځورونه چې نشر شوي یا اخستل شوي او یا هم په خواله رسنیو کي ګرزي راګرزي هیڅ به په ځان نه وې خبرې.

تاسو خبر یاست دغه ناخبره انځورونه ولي او څنګه نشریږي ؟!

دا د تاسو له ننۍ پرمختللې ټیکنالوژي څخه ناخبرتیا او د نړۍ د کفارو لخوا په افغانانو د تپل شوي ډېموکراسۍ له وجې.

په ننې وخت کي موبایل د هر کور بلکي د هر فرد له ضرورتونو څخه شمیرل کیږي، خو دغه ضرورتونه له ساده او بي کیمري موبایلونو څخه هم اجراء کیدلای شي .

متاسفانه چې افغانان او نالوستي ورورڼه د موبایلو له ضررونو څخه خبر نه دي او هسي له کیمره داره موبایلونو څخه په جیبونو کي د ګرځولو شوق پوره کوي حتی تر دي اندازي چې اوس خو دغه لوی موبایلونو د انجونو لاسونو ته هم رسیدلي دي.

دابه ومنو چې همدغو موبایلو تر ډیره ضرورت او سوکالې هم را وستې ده خو دا هم باید هیره نه کړو چې زمونږ او تاسو عزتمنې او په کورو ناستي پټ مخې خویندي يي نړۍ ته ورلوڅي او د تل لپاره دنیا ته ورښکاره کړي.

تاسو پوهیږئ دغه چا ورښکاره کړي ؟!

دغه خپل سکنې محرم، ورور، پلار او میړه.. تاسو ته به عجیبه ښکاري چې دا نو څنګه کیدلای شي؟

مګرم دغه حقیقت ده !

وروڼو : په ځیرک یا ساده الفاظو په ټچ موبایل لرونکو موبایلو کي داسي ډیر سافټویرونه (اپلیکېشنونه) انسټالیږي چې هغه ستاسو لخوا په کلونو، کلونو مخته اخستل شوی او بیا ختم شوی انځور را پیدا کوي.

تر کومه چې زه وربانډي خبر یم ډیر افغانان وروڼه په نافهمۍ کي د کور د ښځو انځورونه اخلي د ده فکر دا وي چي څه فرق کوي انځور مي واخیست بیرته به يي ختم یا ډېلیټ کړم موبایل خو هسې هم له ماسره ده . حال داچې دغه انځور په سلو کي د ۵ فیصده موبایلو ختمیدلای شي نور رک روغ په موبایل کي پاته وي خو تاسو ته ښکاري نه.

نو چې څوک په بشپړ ډول د موبایل په سافټویر نه پوهیږي دغه انځورونه د تل او همیش لپاره دغسي کي پاته وي.

بیا چې کله تاسو موبایل بدلوی او یايي هم خرڅوی نو دغه نا اهله د ځینو سافټویرونو په مټ ټول انځورونه ، ویډیوګانې او غږیز پیغامونه را پیدا کوي او بیا يي په بازار کي د ۳۰ افغانۍ میموري کارډ په ډکولو په خلګو پلوري .
وروڼو ډیر احتیاط : ننی دور د انټرنیټ دور ده که خدا نخواسته ستا دلور ، خور او یا هم ښځي انځور تر خواله رسنیو ورسید بیا به يي راګرځیدل ناشونی وي.

د لومړې ځل لپاره کوښښ وکړئ چې په هیڅ صورت په موبایل کي دغسې بیځایه انځور وانخلئ که خدانخواسته اخستل شوی وو همدغه موبایل تر هغه وخته چې مکمل فرم ویئر يي تبدیل نه شي هیڅ ځای مه خرڅوه او بدلوه.

د موبایل څلور فایله فرم ویئر بدلول او تغیرول د هرچا کار نه ده حتی هر د موبایلو مستري يي نه شي کولای .

د موبایل په فارمټ کولو دغه ختم شوي انځورونه او یډيوګانې هیڅ نه ختمیږي.

یوه بله نادره کړنه چې نن سبا روانه ده خصوصاً په ښارونو کي ځینې ناپيژندل شوې ښځي د پیسې لرونکو او عزتمندو خلګو کورونو ته ورځي هلته له زنانه وو سره په یوه او بله بهانه چای څښي ، ډوډی خوري لږ وخت تیروي او له کوره وځي، همدغه کور ته دننه شوي زنانه د کور په داخل کي په څه چل د ښځو ویډيو کوي، انځورونه يي اخلې او له ځانه سره يي وړي.

دوه، دری ورځي وروسته د کور خاوند یا کوم بل مشر ته زنک وهي او د کور له زنانه وو څخه اخستل شوي ویډيو یا انځورونه د فېسبوک یا واټس آپ لخوا ورته لیږي ورته وايي چې دومره روپۍ مونږ ته راوړه که دي رانه وړي ستا د عزتمند کور زنانه به بي عزته کړو ویډیو او انځورونه به يي نشر کړو .

نو پام مو وي په کور کي زنانه پوه کړئ چې کور ته نا پیژندل شوي زنانه مه در پریږدئ که بیا درځي چې متوجه یاستئ تر څو ویډيو یا انځور درڅخه وانه خلې.

مننه

5
تبصره وکړئ

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Homa
میلمه
Homa

زه غواړم ستاسو له ویب سایت سره اډ شم

شمس الرحمن عزیزی
میلمه
شمس الرحمن عزیزی

د هدایت الله هدایت نه ډیره مننه الله دی اجر ورکړی ډیر په زړه پوری معلومات یی له مسلمانو سره شرک کړی دي . زه هدایت صیب لیکنی ته په داسی نظر ورته ګورم لکه یو بربنډ ته چی جامې ورکړی او پټ یی کړی الله دی دده په ژوند کی برکت واچوی یقینا چی د ټول دعالم له مسلمانانو څخه دفاع کړی ده . باید مسلمان خپل غزت دساتلو لپاره باید هرڅه ته متوجع شی لکه څنګه چی هدایت صیب ذکر کړی وو چی موبایل نن صبا د بې عزتۍ لویه ذریعه ده
هدایت صیب دی تل کامیاب وی

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ډېر ښايسته او اړين مالومات و خو ګرانه محترمه د ناببرې مخه نيول ګران دي او د پېښې نه تېښته نه کېږي خو که د نوي تخنيک همدې ناببرې څخه ستونزې راولاړېږي نو ستونزې له منځه هم وړلاى شي، تاسو يا هر ورور خور چې په نوي تخنيکي پوهې وړتيا او علم يې ولري نو دلته دې د حل لارې چارې هم بيان کړي، کنه د دغو موبايلونو د نه کارولو څخه پرته هم نه کېږي نن هر کار که د انترنت له لارې د بانکي پيسو لېږد رالېږد وي، وجوره تاويلول وي، لرو پرتو کډوالو خپلوانو سره خبرې او… نور لوستل »

همت الله
میلمه
همت الله

زه هم د محترم هدایت الله هدایت نه نړی مننه کوم. الله مو همیشه با عزته او سرلوړی لره. ستا لدی نیک اقدام چی مو وخت ورکړی لیکنه مو پری چمتو کړی صرف د خپلو خلکو د عزت د خوندیتوب لپاره واقعا چی مونږ درباندی ویاړو.
ستاسو لا زیاتی همکاری په هیله.
د مجیب الرحمان صیب د خبری په تایید. کچیری یی ځنی تخنکی لاری مجودی وی د مخنوی لپاره او مونږ سره یی شریکی کړی موضوع به لا روښانه شی؟

مننه

masoom prince
میلمه
masoom prince

ډیر شاﺉسته معلومات دی هدایت الله هدایت یوه نړۍ مننننننننننننه