خوست کې د نیالګيو کېنولو کمپاين پیل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): خوست کې د ځينو مدني بنسټونو او د دې ولایت د ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.

دا کمپاين چې د «زرغون خوست» تر نوم لاندې پیل شوی، د پیلوونکو په وینا درې ورځې به دوام وکړي.

«زرغون خوست» کمپاین پرون پیل شوی، چې سبا به پای ته ورسېږي، د خوست د ښاروال په وینا دا کمپاین له تېرو دوو کلونو راهیسې هر کال ترسره کېږي.

د پسرلي په رانږدې کېدو په ګڼو ولایتونو کې زرګونه نیالګي کرل کېږي، خو د ناسمو پاللو له امله يې شکایتونه شوي دي.

د خوست ښاروال انجینر محمد بصیر محمدزی وايي، دوی د نیالګیو د پاللو لپاره منظم پرواګرام په پام کې لري او ښه پالنه به يې کوي.

په خواله رسنیو کې هم د دې کمپاين هرکلی شوی او په نورو ولایتونو کې هم د پسرلي په رانږدې کېدو د ورته ګامونه اخیستلو غږونه شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د