fbpx
1 hadees

د یوه حدیث شرحه (دریمه برخه) – ليكوال: حامد افغان

1ـ دری هلاکوونکي شیان

فأما المُهلكات : فشُح مُطاع ، وهوى مُتبع ، وإعجاب المرء بنفسه.رسول الله صلي الله عليه وسلم وایې : دری هلاکوونکي شیان : پیروي شوی بخل ، پیروي شوې نفسي غوښتنې او ځان خوښونه او غرور دي . لاندې دری واړه په تفصیل سره را اخلو.

لومړی هلاکوونکی :

لومړی هلاکوونکی: شح مطاع

شح سخت بخل ته وایې ، یعني په بخل کې حرص او زیادت کولو ته شح وایې ، او چا ویلې دي چې دیوه شي په تر لاسه کولو کې سختي کول او پر ځان زحمتونه تیرول شح دی او کله چې تر لاسه شي بیا یې نه مصرف کول او ساتل یې بخل دي ، د یوه شي ساتل او نه یې مصرف کول د انساني نفس غوښتنه ده اوس که یو څوک یو شی وساتي او نه یې مصرف کوي مطلب دا شو چې شح یې وکړ او که یې مصرف کړ نو د شح مخالفت یې وکړ قرانکریم وایې : { وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ } سورة الحشر(9) . یعني څوک چې د نفس له بخل نه ځان وژغوري هغوی بریالي دي . (الوابل الصيب من الكلم الطيب ، صـ49)

له شح سره د (مطاع) توری لګیدلی ده د دې مطلب داده چې خلک عملا شح او بخل غوره کړي هلته بیا بخل هلاکوونکی دی او که یې څوک غوره نکړي هسې په انساني نفس کې یې شتون ضرري نه ده .

په شریعت کې د شح او بخل بدي

په قرانکریم کې د شح او بخل ډیره بدي او سخت ذ م بیان شوی ده یوڅو ایتونه را اخلو : قران کریم وایې : ولا يحسبن الذين يبخلون بما آتاهم الله من فضله هو خيرا لهم بل هو شر لهم.(آل عمران) . یعني بخیلانوته چې کومه شتمني او مال ورکړل شوی ده دوی دي دا فکر نه کوي چې دا د دوی له پاره خیر اوښه ده ، بلکي دا د دوی له پاره شر ده . بل ځای وایې : هاأنتم هؤلاء تدعون لتنفقوا في سبيل الله فمنكم من يبخل ومن يبخل فإنما يبخل على نفسه والله الغني وأنتم الفقراء . (سورة محمد ایه : ۳۸) . یعني هو تاسو همدغه خلک یئ چې غوښتنه درنه کیږې چې خپل مالونه د الله په لاره کې ولګوﺉ ، خو ستاسو ځیني خلک بخیلي کوي او هرڅوک چې بخیلي غوره کړي په حقیقت کې هغه پر ځان بخیلي کوي ، الله غني او بې پروا او تاسو مسکینان او محتاج یئ .

په نورو حدیثونو کې هم د بخل او شح ذم اوبدې بیان شوې ده او له بخل نه د ځان ژغورلو ټینګار شوی دی ، دعبدالله بن عمرو رضي الله عنه په یوه حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : تاسو له شح اوبخل نه ځانونه وژغورﺉ ، ځکه دې له تاسو مخکیني خلک هلاک کړې دي ، دهمدې شح اوبخل لامله دوی ظلم ته اړ شوې دي نو ظلم یې کړی دی ، دوی له خپلوانو سره خپلوي پریکولو ته اړ شوې دي خپلوي یې پرېکړې ده او دوی فسق او فجورته اړ شوې دي هغه یې کړی ده . عن عبد الله بن عمرو رضى الله عنهما أن النبي– صلى الله عليه وسلم – قال : إياكم والشُح ؛ فإنه أهلك من كان قبلكم ، أمرهم بالظلم فظلموا ، وأمرهم بالقطيعة فقطعوا ، وأمرهم بالفجور ففجروا . (رواه أبو داود) .

په یوه بل نبوي حدیث کې هم بخل هغه ستره ګناه بلل شوې ده چې کوونکی د هلاکت کندې ته رسوي امام النسائي په خپل سنن کې له ابوهریره رضي الله عنه نه روایت ګوي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : له اوو هلاکوونکو شیانو ځانونه وژغورﺉ ، چا ورته وویل : هغه څه شی دي یارسول الله ؟ هغه وویل : له خدای سره شریک نیول ، شح اوبخل ، په ناحقه د یوه انسان وژل ، سود خوړل ، دیتیمم مال خوړل ، په غزا کې تیښته کول او په ناخبره مسلمانو میرمنو تهمت لګول . عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال : “اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ ،، قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هِيَ ؟ قَالَ : الشِّرْكُ بِاللَّهِ ، وَالشُّحُّ ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ، وَأَكْلُ الرِّبَا ، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ ، وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ . (سنن النسائي) .

په یوه بل روایت کې راغلې دي : جابر بن عبدالله رضي الله عنهما وایې: رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل :له ظلم نه ځانونه وژغورﺉ ځکه ظلم د اخرت په ورځ تیارې جوړوي ، او له شح او بخل نه ځانونه وژغورﺉ ، ځکه شح له تاسو نه مخکیني خلک هم هلاک کړې دي ، هغوی د شح لامله وینو تویولو ته تیار شوې وو ، او د همدې شح لامله یې حرام شیان روا کړې وو . عن جابر بن عبد الله إن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: اتقوا الظلم فإن الظلم ظلمات يوم القيامة، واتقوا الشح فإن الشح أهلك من كان قبلكم، حملهم على أن سفكوا دماءهم، واستحلوا محارمهم. (أخرجه أحمد ومسلم) .

رښتیا هم شح او بخل هغه ګناه او ستره بدخويي ده چې انسان نورو ګناهونو ته تیاروي ، بخیل او شحیح انسان نشې کولی په خپل مال کې د خدای حق (زکات ) پرې کړي داراز نور مالي مسؤلیتونه هغه نسې ادا کولی داراز بخیل انسان له خپلوانو سره خپلوي نشې پاللی او نه له ظلم نه ځان ژغورلی شي ، ځکه هغه د مال دترلاسه کولو او دساتني په نیت که هرډول ظلم ته اړتیا وویني یا هرډول خپلوي له منځه تلونکي وي دی یې کوي . او ځکه په حدیث کې د دې دوو ګناهونو یادونه په ځانګړې توګه شوې ده .
په رویاتو کې راځي چې مشهور صحابي عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه به په عرفات او طواف کې دا دعا ډیره کوله : (اللهم قني شح نفسي) خدایه د نفس له بخل او شح نه مې وساته ، چا ورته وویل : ته ولې دا دعا ډیره کوي ؟ هغه ورته وویل : کله چې ته د نفس له شح نه وژغورل شوې نو له ظلم ، بخل او خپلوي پریکولو نه په امن شوې . ( مجموع الفتاوي لابن تیمیه) .

د دې لوړ حدیث په شرحه کې ملا علي القاري رحمه الله لیکي : په حدیث کې شح په ځانګړې توکه یاد شوی دی یعني مخکي ظلم یاد شوی او بیا شح یاد شوی ده ، ځکه شح د ظلم خورا غټ ډول دی ، او دا د سترو فسادونو زیږنده ده او شح د دنیا د میني پایله ده ، قرانکریم وایې : څوک چې د نفس له شح نه ځان وژغوري هغوی بریالي دي . ومن يوق شحّ نفسه فأولئك هم المفلحون . ملا علي القاری رحمه الله وایې په مال شندنه او سخا کې مینه او خپلوي پالل دي او په مال نیونه یعني بخل او شح کې له یوه بل خپګان ، خپلوي پریکول ، ظلم او تیری رامنځته کیدل دي . (مرقاة المفاتیح ) .

په بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : د الله دلارې ګرد او د جهنم دوګ دیوه بنده په ګیډه کې هیڅکله نه شي سره یو ځای کیدلی ، او شح او ایمان د بنده په زړه کې هیڅکله نه شي یو ځای کیدلی . عن أبي هريرة قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: «لا يجتمع غبار في سبيل الله ودخان جهنم في جوف عبد أبدا، ولا يجتمع الشح والإيمان في قلب عبد أبدا. أخرجه أحمد والنسائي والبيهقي في الشعب والحاكم وصححه على شرط الشيخين ووافقه الذهبي.

په بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : په اخره زمانه کې به وختونه سره نږدې شي ، عمل به کم شي او دخلکو په زړونو کې به شح ولویږې . يتقارب الزمان ، وينقص العمل ، ويُلقى الشح , ( متفق عليه ) علامه ابن حجر د دې حدیث په شرحه کې وایې : ( ويُلقى الشح) یعني په مختلفو ډولونو سره به د خلکو په زړونو کې شح ولویږې ، عالم به په علم بخل کوي درس او فتوي ورکول به پریږدي ، صنعت کار او کاریګر به خلکو ته زده کړه نه ورکوي ، شتمن به په مال باندې بخل کوي تردې چې فقیران به هلاک شي . فتح الباري : 13/17.

لیکوال: حامد افغان – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د