روغتیا

د مالټې یو شمېر روغتیایي ګټې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۶ل): میوې د الله هغه نعمتونه دي چې له بې شمېره غذايې موادو څخه ډکې دي، خو ځیني داسې میوې چې له عام ډول ګټو ترڅنګ نورې یو شمېر داسې ګټې، لکه د پوستکي ښکلا، د سترګو وده او نمو، د وجود دفاعي سیستم پیاوړتیا او همدا ډول د دماغو پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي، یوه یې مالټه ده.

مالټه چې د روان موسم سره یې په بازار کې پېر او پلور هم زیات شوی دی، او پخپل موسم کې تر ټولو ډېره پیدا کېدونکې، ارزانه او مختلف قسمونه لرونکې مېوه ده.

مالټه له ويټامین C څخه مالامال مېوه ده او همدارنګه ویټامن B1 او B2 هم لري، او د روغتیا لپاره ګټوره مېوه بلل کېږي، په ځانګړي ډول ماشومانو ته ډېره ګټه رسوي.

د امریکې یوه څیړنه ښیي چې مالټه په بدن کې د کولیسترولو اندازه مناسبه، او د زړه روغتیا، د تنفس او سرطان ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

د پنسلوینیا پوهنتون د روغتیا څانګې ماهرین وایي چې د ویټامن سي څخه مالامال مالټه کې یوازې ۸۵ کیلوریز موجود دي او په چټکۍ سره د سرطان مخه نیسي، په دې کې غوړ، کولیسترول او یا سوډیم قطعا نشته، همدا لامل دی چې یو شمېر ګټې لري.

مالټه په بدن کې د ویټامن سي په حجرو کې د خطرناکو اجزاوو پیدا کېدلو، لکه (Free Radicals) مخه نیسي، دغه ماده د سرطان او زړه ناروغیو لامل جوړیږي، همدا ډول مالټه د بدن دفاعي قوت زیاتوي، او له ورځني مکربونو او انفیکشن، لکه انفلونزوا او زکام مخه هم نیسي.

د مالټې جوس هم ډېرې ګټې لري، هغه څوک چې د وینې فشار یې لوړ وي باید سهار او ماښام د مالټې جوس وڅښي، ځکه دا د دماغ سکتې مخه نیسي.

د امریکې څيړونکي وایي که د انسان په بدن کې د ویټامن سي کچه ټيټه شي د دماغي سکتې ګواښ سره مخ کیږي، همدا ډول مالټه د سګریټو پریښودو لامل هم کېدی شي، په داسې حال کې چې سګریټ څکونکی د سګریټ څکولو پر ځای مالټه وخوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x