افغانستان

چارواکي: سږ کال له ۸۰ زره کډوالو کورنيو سره مرستې شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي په روان کال کې يې له شاوخوا ۸۰ زره بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې دي.

د دې وزارت تر چتر لاندې د بې ځایه شویو کورنیو د وضعیت د څارنې مشر مهرخدا صبار وايي سږکال د جګړو له امله ټولټال شاوخوا ۵۷ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

په ورته وخت کې له نورو هېوادونو هم ګڼې کورنۍ بېرته راستنېدې شوې دي.

مهر خدا صبار وايي سږ کال د طبعي افتونو په پرتله د جګړو له امله ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي، د هغه په خبره ګڼې کورنۍ په هلمند، ننګرهار، بعغلان، فاریاب، روزګان او کندوز کې بې ځایه شوې دي.

د روان کال لمریز کال د غویي میاشتې په دوو ورځو کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې یوازې له کندوز نه د ۳۷۸۰ کورنيو د بې ځايه کېدو خبر ورکړ.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې د ټرمپ د نوې ستراتېژي د اعلان له امله نه یوازې ګڼ ملکي تلفات اړول شوي دي، بلکې سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته هم اړ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x