نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د بادغیس ولایتي شورا وايي په دې ولایت کې د طالبانو د والي مرستیال د جګړې پر ځای پر دعوت او تبليغ ډېر تمرکز کوي.
د دې شورا غړي ناصر نظري جمهور خبري بنسټ ته ویلي چې د طالبانو مرستیال والي ملا عبدالکريم اخوند پخپلو فعالیتونو کې خورا فعال دی.
د هغه په وینا هغه یو ښه مبلغ دی او دلته د مسوولیت له ورسپارلو له پیله يې تر جګړې پر دعوت ډېر ټينګار کړی دی.
د بادغیس امنیه قومنداني هم د ملا عبدالکریم اخوند د دعوت او بلنې تاييد کوي او وايي هغه د طالبانو لیکو ته په جذب کې هڅه کوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله داوري وايي، دوی هڅه کوي چې د طالبانو د دې بلنیز فعالیت مخه ونیسي.
د هغه په خبره دغه طالب چارواکی د دولت ضد ټولو فعالیتونو کې برخه لرلې او په دې ولایت کې ټول طالبانو يې تر لاس لاندې دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د کابل پروسې سولې ناسته کې د ملي امنیت رییس مصعوم ستانکزي ومنله، چې خواله رسنیو کې د طالبانو فعالیت د دوی کار تر سیوري لاندې راوستی دی.
تر دې وړاندې هم لوړ پوړو چارواکو د طالبانو د بلنیز او رسنیز تاثیر په اړه اندېښنې په ډاګه کړې دي.
طالبان د هرکال په پای کې د خپل بلنیز کمیسیون کلنی راپور خپروي.