fbpx

پاکستان د افغان کډوالو لپاره د نوم ليکنې د ثبت پروسه بنده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): پاکستان له تيرو څو مياشتې راهيسې په دغې هېواد کې د ناثبت افغان کډوالو لپاره د ثبتولو لړۍ پيل کړې وه چې تر دې دمه پکې شاوخوا اته نيم لکه افغان کډوال ثبت شوي دي.

د افغانستان د مهاجرينو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي، پاکستان د نويو ثبت کوونکو افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ بنده کړې ده.

د مياخېل په خبره، دغه پروسه د افغانستان او پاکستان په توافق پيل شوې وه چې له مخې يې شاوخوا اته نيم لکه افغان کډوال ثبت شوي او هغوی ته د ” اې سي سي” کارتونو د ورکولو لړۍ پيل شوې او د نوموړي کارت لرونکي کسان به په دغې هېواد کې قانوني وي.

پاکستان د افغان حکومت په توافق د زمري د مياشتې په پنځه ويشتمه په دغې هېواد کې د ناثبت افغان کډوالو د ثبتولو لړې پيل کړې وه چې د کب د مياشتې په پنځمه پای ته ورسېده.

دغه راز په پاکستان کې د بې اسنادو افغانانو د ثبتولو ګډه کميټه وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې د نوم لیکنې د بهیرپه ترڅ کې ۲۲۰۱۶۹ افغان کورنۍ چې د غړو شمېر یې۸۶۱۷۰۲ تنو ته رسیږي، ثبت شوي دي.

درې ورځې مخکې د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت او د مهاجرو نړيوالې ټولنې په يوه ګډه اعلاميه کې وويل، چې د ” اې سي سي” ټوکن لرونکي افغانان دې خپل نوي کارتونه د اړوندو مرکزونو څخه ترلاسه کړي.

د سرچينې په وينا، هغه افغانان چې د نوي کارت ټوکن لري د خپل ټوکن ټريکنګ آيډي دې ۷۰۰۰ شمېرې ته ولېږي ترڅو نوموړی د کارت تاييد ترلاسه او خپل کارت له اړوند مرکز څخه واخلي.

بايد وويل شي، د افغان کډوالو د نوم ليکنې بهير د پاکستان، افغانستان او نادرا ادارې تر څارنې لاندې بشپړ شوی، مالي او تخنيکي مرستې د مهاجرت نړيوالې ادارې له خوا ورته برابرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا يوويشت لکه افغانان په پاکستان کې ميشت دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د