fbpx

چارواکي: له پاکستان سره سوداګریزې ستوزې هوارېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ پر مخ را منځته شوې ستونزې پر هوارېدو دي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، تېره پنجشنبه يې په اسلام اباد کې د سوداګریزو پلاوو تر منځ خبرې اترې مثبتې تمامې شوې دي.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل، هلته پرېکړه شوې چې سیاسي مسائل به له سوداګرۍ سره نه شريکوو.

د الکوزي په وینا په پرېکړه لیک کې يې پر دواړو دولتونو غږ کړی چې د نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره دې سوداګریزې چارې برابرې شي.

له پاکستان سره سوداګریزې اړیکي وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې د دې دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي حالات خړ شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د