
دیموکرات وزیرگل
حفیظ الدین پیرزادہ – سویډن
دوستانو!
تیرہ یکشنبه له کار څخه رخصت وم، ما ویل راشه د خپل زوړ اشنا وزیر گل پوښتنه وکړم. زنگ مې ور ته وواھه. تیلفون یې په ځنډ پورته کړ. له سلام او دعا پس یې راته وویل: ستا تیلفون ته پر ځواب ورکولو ټکنی وم، زړہ نا زړہ مې ځواب درکړ. ما وپوښتل: ولې، مصروف یې؟ ویل یې: نه! ما ویل: نو بیا ولې ټکنی وې؟ را ته یې کړہ: زہ تا له پخوا پیژنم، ته ملا طبیعته سړی یې! او زہ اوس ھغه پخوانی وزیر گل نه یم. زہ نور دیموکرات وزیر گل یم. په دیموکراسۍ پوخ باور لرم او له ھر چا سرہ به مې چلند د دیموکراسۍ د اصولو په رڼا کې وي. نو فکر کوم زما او ستا فکري ټکر به مو د دوستۍ په مخ کې حائل شي!
ما ورته وویل: الله ج دې زما او ستا دوستي نه خرابوي، زما ډیري ملگري سویدنیان او یا د نورو ملکونو کافران دي! چې ھغوی سرہ دوستي پاللې شم نو یو وزیر گل دې پکې دیموکرات ھم وي! که ته ھر څه شې، زہ در سرہ دوستي نه پریږدم! ته زما مغز متفکر یې، خو لږ مې پوہ کړہ، کیسه څه دہ؟ ولې یو ناڅاپه دیموکرات شوې؟!
راته یې کړہ: دیموکراسي څه ته وایي؟ ما وویل: الحاد ته! را ته یې کړہ: نه زورورہ! زہ خو څه سیکولر یا ملحد شوی نه یم. ھغه دیموکراسي نه ښئیم! ما وویل: ښه! نو ته راته ووایه چې دا سرخوړلې څه ته وایي؟ ھغه راته کړہ: دیموکراسي د اکثریت په خوښه حکومت ته وایي! رښتینی دیموکرات ھغه چا ته ویلی شو چې د اکثریت نظر ته د احترام سر ټیټوي، اگر که ھغه د دیموکرات صیب له نظر سرہ مخالف ھم وي! ما وویل: ھو، ھمدا د دیموکراسۍ اصول دي. بیا یې راڅخه پوښتنه وکړہ: آیا تا د بي بي سي ھغه راپور ولید چې پکې وایي؛ د افغانستان اویا سلنه خاورہ د طالبانو لاس کې دہ؟ ما وویل: دا راپور خو یواځې د بي بي سي نه دی، بلکې ټولې غربي رسنۍ پرې اقرار کوي خو ازادې او بې پرې رسنۍ دې راپور ته د شک په سترگه گوري او وایي: اصلي سلنه له اویاو څخه ھم پورته دہ خو غربی رسنیو د کابل د لاس پوڅې ادارې او په افغانستان کې د خپلو عسکرو د مورال جگ ساتلو لپارہ اویا سلنې ته راټیټه کړې دہ.
وزیر گل راته کړہ: ھو، ځکه خو زہ اوس د دیموکراسۍ پلویانو ته وایم چې د دیموکراسۍ اصول راسرہ ومني او د اکثریت رایې ته په احترام دې حکومت ھغه چاته پریږدي چې اویا سلنه ولس ورسرہ دی. ھمداراز غرب او امریکې ته ھم وایم تاسې چې ټول وخت د دیموکراسۍ کاڼي پخپلو سینو پورې مږئ! راشئ! د دیموکراسي اصول عملي کړو، د افغان ولس د اکثریت رایې ته د احترام سر ټیټ کړو او د افغانستان واگی ھغه چاته پریږدو چې ملت یې غواړي! خو که دوی دا راسرہ نه مني بیا خو مالومه شوہ چې غرب او زدہ گانو یې موږ ته د دیموکراسې تر نوم لاندې … راوړې!
د وزیر گل دا رنگ استدلال مې چې غرب او گوډاگیان یې د ھمدوی پر اصولو کې را ایسار کړي، ډیر خوښ شو! ما ورته وویل: اشنا گله! ته غواړې دا خلک په خپل رنگ کې کوټ کړې!
څرنگه چې زہ له خپلو ماشومانو سرہ بھر روان وم، نو نور مې ورسرہ د تیلفون په لیکه خدای پاماني وکړہ! خو تر ډیرہ مې ځان سرہ ویل: دیموکرات وزیر گله، زر کلن شې!
د فبرورۍ ۲۷/ ۲۰۱۸م
ستاکھولم سویدن