دیموکرات وزیرگل

حفیظ الدین پیرزادہ – سویډن

دوستانو!

تیرہ یکشنبه له کار څخه رخصت وم، ما ویل راشه د خپل زوړ‎ اشنا وزیر گل پوښتنه وکړ‎م. زنگ مې ور ته وواھه. تیلفون یې په ځنډ پورته کړ‎. له سلام او دعا پس یې راته وویل: ستا تیلفون ته پر ځواب ورکولو ټکنی وم، زړ‎ہ نا زړ‎ہ مې ځواب درکړ‎. ما وپوښتل: ولې، مصروف یې؟ ویل یې: نه! ما ویل: نو بیا ولې ټکنی وې؟ را ته یې کړ‎ہ: زہ تا له پخوا پیژنم، ته ملا طبیعته سړ‎ی یې! او زہ اوس ھغه پخوانی وزیر گل نه یم. زہ نور دیموکرات وزیر گل یم. په دیموکراسۍ پوخ باور لرم او له ھر چا سرہ به مې چلند د دیموکراسۍ د اصولو په رڼا کې وي. نو فکر کوم زما او ستا فکري ټکر به مو د دوستۍ په مخ کې حائل شي!

ما ورته وویل: الله ج دې زما او ستا دوستي نه خرابوي، زما ډیري ملگري سویدنیان او یا د نورو ملکونو کافران دي! چې ھغوی سرہ دوستي پاللې شم نو یو وزیر گل دې پکې دیموکرات ھم وي! که ته ھر څه شې، زہ در سرہ دوستي نه پریږ‎دم! ته زما مغز متفکر یې، خو لږ‎ مې پوہ کړ‎ہ، کیسه څه دہ؟ ولې یو ناڅاپه دیموکرات شوې؟!

راته یې کړ‎ہ: دیموکراسي څه ته وایي؟ ما وویل: الحاد ته! را ته یې کړ‎ہ: نه زورورہ! زہ خو څه سیکولر یا ملحد شوی نه یم. ھغه دیموکراسي نه ښئیم! ما وویل: ښه! نو ته راته ووایه چې دا سرخوړلې څه ته وایي؟ ھغه راته کړ‎ہ: دیموکراسي د اکثریت په خوښه حکومت ته وایي! رښتینی دیموکرات ھغه چا ته ویلی شو چې د اکثریت نظر ته د احترام سر ټیټوي، اگر که ھغه د دیموکرات صیب له نظر سرہ مخالف ھم وي! ما وویل: ھو، ھمدا د دیموکراسۍ اصول دي. بیا یې راڅخه پوښتنه وکړ‎ہ: آیا تا د بي بي سي ھغه راپور ولید چې پکې وایي؛ د افغانستان اویا سلنه خاورہ د طالبانو لاس کې دہ؟ ما وویل: دا راپور خو یواځې د بي بي سي نه دی، بلکې ټولې غربي رسنۍ پرې اقرار کوي خو ازادې او بې پرې رسنۍ دې راپور ته د شک په سترگه گوري او وایي: اصلي سلنه له اویاو څخه ھم پورته دہ خو غربی رسنیو د کابل د لاس پوڅې ادارې او په افغانستان کې د خپلو عسکرو د مورال جگ ساتلو لپارہ اویا سلنې ته راټیټه کړ‎ې دہ.

وزیر گل راته کړ‎ہ: ھو، ځکه خو زہ اوس د دیموکراسۍ پلویانو ته وایم چې د دیموکراسۍ اصول راسرہ ومني او د اکثریت رایې ته په احترام دې حکومت ھغه چاته پریږ‎دي چې اویا سلنه ولس ورسرہ دی. ھمداراز غرب او امریکې ته ھم وایم تاسې چې ټول وخت د دیموکراسۍ کاڼي پخپلو سینو پورې مږ‎ئ! راشئ! د دیموکراسي اصول عملي کړ‎و، د افغان ولس د اکثریت رایې ته د احترام سر ټیټ کړ‎و او د افغانستان واگی ھغه چاته پریږ‎دو چې ملت یې غواړ‎ي! خو که دوی دا راسرہ نه مني بیا خو مالومه شوہ چې غرب او زدہ گانو یې موږ‎ ته د دیموکراسې تر نوم لاندې … راوړ‎ې!

د وزیر گل دا رنگ استدلال مې چې غرب او گوډاگیان یې د ھمدوی پر اصولو کې را ایسار کړ‎ي، ډیر خوښ شو! ما ورته وویل: اشنا گله! ته غواړ‎ې دا خلک په خپل رنگ کې کوټ کړ‎ې!

څرنگه چې زہ له خپلو ماشومانو سرہ بھر روان وم، نو نور مې ورسرہ د تیلفون په لیکه خدای پاماني وکړ‎ہ! خو تر ډیرہ مې ځان سرہ ویل: دیموکرات وزیر گله، زر کلن شې!

د فبرورۍ ۲۷/ ۲۰۱۸م
ستاکھولم سویدن