شعـــــرونه

اجل رانغى ګنې زه خو يې تر داره يو وړم – الهام

دابراهيم په څېرآزر تر سره  انګاره  يو وړم
اجل  رانغى ګنې زه خو يې تر داره  يو وړم

تاخو ليدم چي  زه ور پوري ټالېدم  زندانه !
دادى همهغوشبګيروترسپين سهاره يووړم

پام چي يقين مو بدل نه كړئ   دى الله مهربان
زما يقين وو پر الله چي دوى له ياره يو وړم

چي دخداى خوښه نه وي مرګ په هيڅ صورت نه راځي
څوځل فقس كي ظالمانو تر ښاماره يو وړم

دميني لاس مي دركوم هو!  چي الله راضي كړې !
كه څه  هم  تا په پټو سترګوتر اغياره يووړم

تا خو ويل چي نور  نو ولاړى  د تورتم خوراك شو
زه  مي قسمت  بيا تر جنت  نما دياره  يو وړم

دوحشتونو طوفانونه  شول  عاجز  الهامه !
د آزادئ  شمال  ورو  ورو  ترشنه  چناره يووړم
2014/06/01

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x