ورزش

پي ایس ایل یو ځل بیا د قمار بازانو په لومه کې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو سیالۍ په عربي اماراتو کې پېل شوې دي چې د تېر په څېر یو ځل بیا د قمار بازانو په لومو کې راګیر شوې دي.

د پاکستاني ورځپاڼو په وینا قمار بازانو د لوبو پر مهال په عربي اماراتو کې یو ځل بیا د لوبغاړو سره رابطې کړې دي.

خو دوی زیاته کړې چې مخکې له دې چې قمار بازان له پاکستاني لوبغاړو سره په کومه لوبه سودا وکړي، لوبغاړو د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ته په وخت خبرداری ورکړی دی.

پاکستان کرېکټ بورډ هم ددې خبرې پخلی کړی چې قمار بازانو لوبغاړو سره د رابطې نېولو کوښښ کړی خو ددوی د سختې رویې له وجې لوبغاړو له ویرې هغوی سره د سودا کولو څخه ډډه کړې ده.

د عربي اماراتو ځايي ورځپاڼه زیاتوي چې دغه قمار بازان هندیان او بنګلدیشیان وو چې د پي ایس ایل د بدنامولو کوښښ یې کړی و، خو لوبغاړو له وړاندې کرېکټ بورډ ته خبرداری ورکړی.

خو باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان په تجارتي سیالیو کې پر لوبو سودا کیږي، بلکې له دې وړاندې په لومړي او دویم پړاو کې پر لوبو سودا شوې او د پاکستان یو شمېر لوبغاړي له سیالیو بهر شوي دي.

د تېر دویم پړاو په لومړۍ لوبه کې د پاکستاني لوبغاړو لخوا د قماربازانو سره د لوبو پر سر سودا شوې وه چې له امله یې ځینې لوبغاړي، شرجیل خان محمد عرفان او خالد لطیف سمدلاسه له لوبو بهر کړل شول، شرجیل خان او خالد لطیف د پنځه پنځه کالو او محمد عرفان باندې د یو کال بندیز لګیدلی و.

همدا دول په لومړي پړاو کې پاکستاني اوپنران شازیب خان او ناصر جمشید هم قمار بازانو سره د لوبې پر سر سودا کړې وه چې له تحقیقاتو وروسته پرې یو یو کال بندیز ولګید او تر دې دمه له لوبو بهر دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه یو شمېر پاکستاني لوبغاړي د قمار بازانو سره د لوبې پر سر د سودا کولو په تور نېول شوي چې زیاترو یې بندیزونه تېر کړي او اوس لوبډلې ته راستانه شوې دي.

ددوی ژوندی مثال پاکستانی چټک او غوره توپ اچونکی محمد عامر، محمد آصف، او غوره اوپنر توپوهونکی سلمان بټ دي، چې عامر له پنځه کاله بنده تېرولو وروسته لوبو ته راستون شوی خو آصف او سلمان بټ لا هم پخپلو کړو ګناهونو کړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دې ته وائي په قمار کی قمار.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x