fbpx

فاریاب: ولایتي شورا د ولایت د سقوط وېرې اخیستې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایتي شورا وايي که مرکزي حکومت دې ولایت ته پام ونه کړي، ژر به سقوط شي.

د دې شورا رییس محمد رحماني وايي چې له مرکز پرته پراخې ساحې د طالبانو په لاس کې دي.

هغه سلاوم وطندار ته ويلي، د هرې ولسوالۍ یوازې دوه یا درې کلي د دولت په واک کې دي، نور ټول واک له طالبانو سره دی.

رحماني وايي تر دې وړاندې يې هم څو ځلې غږ پورته کړی، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

په ورته وخت کې د فاریاب د والي ویاند د ولایتي شورا د رییس دا غږ هم د طالبانو ژرندې ته د اوبو ور ډېرول بولي.

جاوید بیدار وايي، دغه ولایت سقوط نه کوي، په وینا يې په نږدې راتلونکې پراخ نظامي عملیات پیلېدونکي دي.

که څه هم سرچینه د عامو وګړو له خولې لیکي، چې د فاریاب مرکز میمنه په زندان بدل شوی او له ټولو خواو پرې طالبان را ګرځېدلي، خو د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش دا څرګندونې ناسمې بولي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د لوېدیځ ولایت فراه ولایتي شورا هم د دې ولایت د سقوط اندېښنې وروسته له هغه په ډاګه کړې، چې بهرني ځواکونو له دې ولایته پښې سپکې کړي.

طالبانو میمنې ته څېرمه د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړی، خو د دې ولایت په پښتونکوټ او شیرین تګاب کې يې پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د