ورزش

ملي لوبډله سبا له سکاټلېنډ لوبډلې سره لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲، کب، ۱۳۹۶): د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو پړاو لومړۍ لوبه سبا غرمه (یکشنبه، څلورمه نېټه) په ۱۲ بجې د زمبابوې په بولاویو لوبغالي کې پېل کیږي.

افغان لوبډلې د نړیوال جام له غوراوي پړاو سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زمبابوې ته د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو په سیریز او له هغه وروسته، د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ تمریناتي لوبه کې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه، خو دویمه لوبه یې له هالینډ سره د ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

د افغانستان تېرو لوبو ته په کتلو سره د کرېکټ مبصرین وایي چې افغانستان کولای شي د راشد خان او مجیب ځدراڼ څخه په ګټه اخیستنه نړیوال جام ته لار ومومي.

همدا ډول د کرېکټ بورډ مرستیال شرف الدین شاکر رسنیو ته ویلي چې افغان لوبډله نړیوال جام ته د رسېدلو لپاره پوره چمتو والی لري او ډیر امکان شته نړیوال جام ته لار موندلو کې بریالي شي.

د افغانستان لخوا به راشد خان د خپلې لوبډلې لوبډلمشري کوي، په داسې حال کې چې تېر لوبډلمشر اصغر ستانکزی د اپنډکس عملیاتو کولو وروسته د ډاکټرانو په مشوره ارام کوي، او شاید د غوراوي سیالیو لوبو کې شامل نشي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال یو ورځني جام غوراوي سیالۍ به سبا یکشنبه په زمبابوې کې د لس لوبډلو ترمنځ پېل کیږي، چې له دوی څخه به یې دوه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام چې په انګلستان کې ترسره کیږي لار مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x